کور / تازه خبرونه / د پکتیا ولسونو د ټولټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه وکړه

د پکتیا ولسونو د ټولټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه وکړه

د پکتیا ولسونه چی په ډیرو ستونزمنو جنګی حالاتو کې نارینه او ښځینه وو په ټولټاکنو کې بر خه واخیسته او د خپلی خوښی کاندید ته یې رايې ورکړی ، د ټولټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډ له امله سخت په غوسه دی .

نن د دوشنبی په ورځ د روان ۱۳۸۸ کال د تلې د میاشتی له شپږمی نیټی سره سمون خوری یو ځل بیا د ټولو قامونو مشران د ګردیز ښار د ښاروالئ په تالار کې سره راوغونډ شول او د ټولټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه یې وکړه

په دی غونډه کی چی د منګو ، ځاځیو ، احمد زیو ، ځدراڼو ، طوطاخیلو او نورو قامونو مشرانو برخه اخیستی وه ، د منګلو د قام استازی ملک جنت خان منګل غونډی ته د وینا پروخت وویل : مونږ په داسی حالاتو کې د ټاکنو مرکزونو ته ورغل یو چی نر ، ښځی مو د مرګ له تهدید سره مخامخ وو ، خو د ګران هیواد د زعیم په ټاکنه کې مو برخه اخیستی ، او س له خبری رسنیو ګډی وډی خبرې اوریدل کیږی او له بلی خوا د ټاکنو کمیسیون هم د پایلو د اعلان په باب له ټال مټول نه کار اخلی ، چی زمونږ د ولسونو سخته غوسه یې را پارولی ده .

د غونډی ګډونوالو په یوه غږ د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون نه په کلکه غوښتنه وکړه ، چی ژر تر ژره دی د ټاکنو پایلی اعلان کړی ، کنه مونږ به په سختو احتجاجونو لاس پوری کړو ، چی مسوولیت به یی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر غاړه وی

دغی غونډی ته جهادی قوماندان فلک خان او مقبل فضلی هم خبری وکړی او وی ویل چی مونږ نشو کولای د بیا ټاکنو لپاره خپلی کوتی پری ، راکیټونه ، بمونه او انتحار قبول کړی او له نړیوالو رسنیو غیر عادلانه څرکندونې یې وغندلی او څرګنده یې کړه چی هر څه پیښیږی هیڅکله به په بیا ځلی ټولټاکنو کې برخه وانخلو.

په پای کی د ځاځیو د قوم مشر ډاکټر ولی د غونډی پریکړه لیک ولوست چی د غونډی د کډون کوونکو له خوا یې ملاتړ وشو ، غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده .