کور / شعر / علم ګل سحر ته

علم ګل سحر ته

دروغجنو به ويل چې اوس بيديا ده
خو دعشق مېنه ﻻهغسي بسياده

دلا نور اوچت پرواز تياري کيږي
دتوپان تر راتلو مخکي لږچوپتياده

اوس مي سمه زړه ته ولويدله دا چې
بازخانه بې بازه نه وي دارشتيا ده

دکړکۍ څراغ مو بل بادو پرې ايښی
زموږ داسي نيک مرغي ته حيرانتيا ده

دسحرغوندي روښان ګل يي نشان ده
لکه څنګه يي علم داسي پکتيا ده

تروږمۍ نوره دي خپله شړۍ نغاړه
د(نور)اوس له خپل څراغ سره ملتيا ده