پرون د يكشنبې په ورځ، چې د سپتمبرله ۲۷ مې نيټې سره برابره وه، د خوست ښار د جرګو په تالار كې د سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، روڼ اندو ، ځوانانو او لسګونو ښځو او نجونو په ګډون د سولې نړيواله ورځ په خورا شاندارو او پرتمنيو مراسمو سره ولمانځل شوه .
د خوست ښار ډېرى برخې او دجرګو تالار چې دسولې په شعارونو او ځانګړو سمبولونو مزين شوي وو، په پيل كې د پاك قران ايتونه تلاوت شول.
وروسته د نوموړې لويې غونډې كوربه د خوست ميديوتيك ټولنيز مركز مشر نجيب الله الوخېل د غونډې پيلېزې خبرې وكړې او په نوموړې غونډه كې يې د ګډونوالو له حضور خوښي څرګنده كړه.
نجيب الله الوخېل په خپلو خبرو كې د جګړې پر ښكيلو خواوو غږ وكړ، چې د افغانانو د هوساينې او برياليتوب لپاره دې د جګړو پر ځاى سولې ته مخه كړي.
ورپسې د خوست سرپرست والي الحاج طاهرحان صبري د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو كې د سولې په ارزښت رڼا واچوله.
ښاغلي طاهرحان صبري په سيمه كې مطرحو اړخونو ته يادونه وكړه ، چې سوله د هرې بشري ټولنې د نيكمرغيو ضمانت كوي او تامين كول يې په ټوليز ډول د هر افغان فردي او ټولنيز مسوليت بلل كيږي.
ښاغلي صبري د خوست د ټولنيزې پرمختيا لپاره د سولې پر شتون ټينګار وكړ او د سولې ښې پايلې يې دژونديو مثالونو په بيانولوسره حاضرينو ته په ډاګه كړې.
وروسته په وار سره د قومونو او قبايلو په استازيتوب الحاج غازي نواز تڼي، دعلماوو شورا ريس محمد ايوب هاشمي ، مفتي حبيب الرحمن خوستي، د شيخ زايد پوهنتون ريس ګل حسن وليزي، د حقوقو د پوهنځي ريس پوهنيار محمد الله مندوزي، د مجاهدينو قومې مشر حاجي مير سردار ځدراڼ، د ملي يووالي اسلامي شورا ريس قاري عبدلوالي عادل، قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ ، قومي مشرحاجي ميربازخان اسماعيل خېل، د پوهنې ريس پوهنمل سيد عزيز احمد هاشمي او نورو ګدونوالو په وار سره د سولې د ټينګښت پر بيلابيلو لارو او همداشان د سولې په ارزښت د نظرونو څرګندونه وكړه.
په غونډه كې شريف جان مينوال ، كريم مظلوم، روان تڼي او جلال حقيقت ځدراڼ له خوا په زړه پورې نظمونه وړاندې شول، چې د حاضرينو له تاوده او پرله پسې هركلي سره مخامخ شول.
د غونډې په مينځ برخه كې د محمد صديق روهي عالي ليسې او د نور اقرا خصوصي ليسې د ترانې ټيمونو له خوا په زړه پورې مقالې او ترانې وړاندې شوې، چې د حاضرينو په پرله پسې چكچكو بدرګه كيدې.
د غونډې په جريان كې د حيدرخيلو تكواندو ورزشي كلب استاد ظفرخان او د هغه مربوط ورزشكارانو له خوا په زړه پورې ورزشي نمايشات هم وړاندې شول.
د غونډې په ورستۍ برخه كې د ولايت مقام او خوست ميديوتيك ټولنيز مركز ګډ ستاينليكونه په يو شمېر مخكښو او هڅاندو شخصيتونو او د مدني ټولنو په استازو وويشل شول.
همداشان د غونډې ګډونوالو ټولو خويندو ته برابر شوي سوغاتونه ډالۍ شول.
د يادونې وړ ده ، چې د سپتمبر ۲۱ مه د سولې نړيوالې ورځې په نوم هركال د نړۍ پر بيلابيلو هېوادونو كې لمانځل كيږي، دا چې سږ كال د سپتمبر يوويشتمه د كوچني اخترله ورځې سره برابره وه نو په اسلامي هيوادونو كې په مختلفو ورځو كې ولمانځل شوه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه