کور / تازه خبرونه / ملکيان د الوتکي څخه په نښه کړل شوي دي

ملکيان د الوتکي څخه په نښه کړل شوي دي

تیره ورځ دوردګو ولایت د جلریز ولسوالی اړوند دسنګلاخ د سیمی اوسیدونکی چی به پټیو کې د کچالیانو ډاډه کوله دامریکایانو لخوا له الوتکی څخه په ګولیو ووژل شو.

دوالی ویاند شاهدالله شاهد ومنله چی امریکایانو درې تنه ملکی وګړی چی دکچالیو ډاډه یی کوله له تیارې نه ویشتلی اوپنځه تنه نور یی ټپیان کړي دي .

دسنګلاخ دسیمی اوسیدونکی رحیم الله وایی چي ددوی په سیمه کښي نه طالبان شته اونه نور وسله وال خو ده وویل چي امریکایانو دغه ملکيان ډیر په بیرحمانه توګه وژلي دي .

امریکایانو وړمه ورځ د همدې ولایت د سیداباد ولسوالۍ د چهاردهې په کلی کښي یوعام سړی مسعود او د هغه زوی هارون هم ددوی له خولې دوی ته د ورکړل شوي راپور له مخي وژلي وو .