کور / تازه خبرونه / مديرانو او ښوونكو ته ۱۲ ورځنى وركشاپ جوړ شو

مديرانو او ښوونكو ته ۱۲ ورځنى وركشاپ جوړ شو

دکندز ولایت دښوونځيو وښوونكو ته ۱۲ ورځنى وركشاپ جوړ شو

دكندز ولايت: دتدريس دلارو چارو تر عنوان لاندی دولس ورځنۍ سیمينار نن دروان کال دتلی دمیاشتی په 26 مه، دكندز ولايت دښوونځيو ښوونكو ته دنوموړى ولايت دتربيه معلم دكنفرانسونو په تالاركى پيل شو.

نوموړى سيمينار دپوهنى رياست په همكاري او د G,T.Z دفتر اړوند B.E.P.A دموسسٰٰى په مالي لګښت په لاره اچول شوى چى دكندز ولايت دمركزى ليسو ۲۷ تنو ښوونكو ګدون كړى چى ۱۲ ورځې به دوام وكړي او ګډونوالوته به دمجربو ترينرانو لخوا دتدريس دلارو چارو په اړه ګڼ نور اداري موضوعات هم ورښودل كيږي.

دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو د پوهی د لوړولو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی.

د يو بل خبر له مخي دلغمان د پوهنی ریاست مديرانو ته هم دولس ورځنى وركشاپ جوړ شو .

دلغمان ولايت: دنظارت او ارزیابی تر عنوان لاندی دولس ورځنۍ سیمينار نن دروان کال دتلی دمیاشتی په 26 مه، دلغمان ولايت د پوهنی ریاست مركزي مديرانو او دنٰٰظارت غړو ته دنوموړى ولايت دروښان په عالي ليسه كى پيل شو .

نوموړى سیمينار دپوهنى رياست په همكاري او دسويدن كميتى په مالي لګښت په لاره اچول شوى چى ۴۰ تنو مديرانو او دنظارت غړو ګدون كړى چى ۱۲ورځې به دوام وكړي او ګډونوالو ته به يې د دريو ترينرانو لخوا په مديريت، نظارت، احصایوې او ارزيابۍ سربيره ګڼ نور اداري موضوعات هم ورښودل كيږي.

دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانیستل به د ښوونکو د پوهی د لوړولو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .