د اوبو او برېښنا پر افغان وزیر تورن اسماعيل خان باندي نن د هرات په ولايت کښي يوه مرګوني حمله ترسره سول چي د راپورونو له مخي نوموړی ترې روغ وتلئ دئ .
ددې حملې په قربانيانو کښي ملکي وګړ ي، ښځي او ماشومان هم شامل دي چي د وژل سويو شمېر يې ۶ او د ټپي سويو شمېر يې تر ۱۰ رسېدلئ دئ .
ددې حملې اصلي هدف تورن اسماعيل خان وو چي د حملې پړه يې طالب وسلوالو پر خپله غاړه اخيستې ده او ادعا کوي چي پدې حمله کښي يې د تورن اسماعيل خان نژدې ملګرو ته هم مرګژوبله اړولې ده .
تورن اسماعيل خان د طالبانو په رژيم کښي زنداني وو چي په ناڅرګند ډول له زندانه څخه مخ پر اېران په تښته بريالی سو .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه