لراوبر ويبپاڼي ته په پرله پسې توګه د نوو پښتو ويبپاڼو د پرانستني خبرتياوي رسيږي ، دا خل بيا د يوې نوي پاڼي د پرانيستو خبر راغلی دی چي د راليږونکي نوم يي نه دی روښانه ، دغه ډول په دې وروستيو کي ځيني نوري داسي ويبپاڼي پرانستل سوي چي دا نه ښکاري چلوونکي يي څوک دي . کارپوهان ددې کار لامل په افغانستان کي درسنيو پر وړاندي د ښکېلو خواو وخت نا وخت زورزياتی ګڼي ، خو ځيني نور بيا وايي چي ځيني سياسي کړۍ او اشخاصو هم په دې وروستيو کي د ويبپاڼو جوړولو او ځينو ويبپاڼو څخه په استفادې سره د خپلو سياسو موخو لپاره په مستعارو نومونو ګټه اخلي . د يادوني وړ ده چي لومړنۍ پښتو ويبپاڼي د افغاني کلتور او ژبي د پرمختګ او په نړۍ کي ميشتو افغانانو د د معلوماتو وړاندي کولو په نيت جوړي سوي وي چي ځينو يې د وخت په تيريدو خپلو تګلورو ته تغير ورکړ .
د لراوبر ويبپاڼي اداره د هري نوي پښتو ويبپاڼي په جوړيدو خوشاله کيږي او دا د خپل هيواد او ځانګړې توګه د ځوانانو د پرمختګ په لاره کي يو ګام ګڼي ، له دې امله د استقلال ويبپاڼي چلوونکو ته مبارکي وړاندي کوو ، دا چي استقلال ويبپاڼه به له پورته يادو سوو څخه د کوم يوه په کتار کي ځای پيداکوي د وخت په تيريدو سره به روښانه سي .
درنې هېوادوالې/ درنه هېوادواله، سلامونه مو ومنی!
موږ خپل ویر ځپلي ولس ته د خذمت او ګران افغانستان د خپلواکۍ په لار کې هلوځلو په موخه د استقلال د وېب پاڼې په خپرولو پیل وکړ. موږ کامل باور لرو، چې هېڅ فرد، ډله او ټولنه په یوازې توګه نشي کولای د خلکو او هېواد د خذمت دروند بار منزل ته ورسوي. افغانستان یوازې په یوې ډلې پورې اړه نلري. که چېرې ټول ملي افغاني شخصیتونه او ډلې د واقعي دیموکراسۍ په فضا کې په یوه لوري ګامونه اوچت کړي او یو د بل لاس ونیسي نو بری به خوامخوا د افغانانو په برخه وي. له همدې کبل موږ تاسو درنو ته بلنه درکوو، چې په خپلو همکاریو سره د استقلال ویب پاڼه، چې ستاسو خپله پاڼه ده، بډایه کړی.
زموږ د وېب پاڼې کتلو لپاره لطفا لاندې لینک باندې کلیک وکړی :
د ګران هېواد د خپلواکۍ او ستاسو د بري او سرلوړتیا په هیله!