کور / ترخې خبري / د عطا تروریستي څیرې نوی رنګ واخیستئ

د عطا تروریستي څیرې نوی رنګ واخیستئ

لکه څنګه چی ټولو هیواد والو ته معلومه ده استاد عطا محمد نور د هیواد یو د با ارزښته ولایت والیانو څخه دی، چی په تیرو اوو کلنو کې یې د دولت له ننګوونې او شخصی جیب ډکونې پرته بل کار نه دی کړی ، که څه کار هم شوی، هغه هم د بلخ ( مزار ) د سوداګرو لخوا تر سره شوی، چی په هغه کی هم ده ښاغلی خپله سلنه تر لاسه کړی .

د استاد عطا محمد نور ظاهر د جهاد له مودی را په دیخوا تر ولایت وړاندی په یوه بڼه وو ، منظمی افغانی جامی ؛ ښائسته ( اوږده) ږیره او پکول به یی پر سر کوله او د ولایت له نیونې وروسته کاملا غربئ معلومیږی ، هره دریشی یې زرګونه ډالره قیمت لری ، سر یې لوڅ شوی ، ږیره یی برس کړی او داسی نور….

نومړی ښاغلی که څه هم کیدای د هیواد نورو سیمو خلکو ته یو بریالی والی معلوم شی ، خو له دی نه دی خبر چی ددی ښاغلی بریالیتوب په څه کی دی ؟

نومړی په بلخ ولایت کی له والی نیولی تر جوالی او خانه سامان پوری خپل کسان په دندو ګومارلی ، د غلو ، شوکمارو ، سړی تښتونو، ترهګرو ( تروریستانو) او په ټولیزه د مخدره توکو دمافیای قاچاق ډله د ده خپله ده او کله هم چی وغواړی خپل رقیبان له مخی لری کولای شی .

لکه څنګه چی اشرف رمضان یی ترور کړ او له مکارئ نه یی پر مړی هم ورته و ژړل ، زمونږ هزاره وو ورونو دری ورځی د کابل ـ مزار لار وتړله او چیغی یی وهلی خو مرکزی دولت یې غږ و ا نه ورید .

وروسته له هغی د نوموړی ښاغلی تروریستی ډلی د حزب اسلامی افغانستان څوارلس تنه پخوانی قوماندانان تیر کال په مختلفو شکلونو ترور او شهیدان کړل ، چی د هغوی د کورنیو غږ هم مرکزی دولت وا نه ورید خو خدای دی سلاکار وزیر او د پکتیا والی ښاغلی جمعه خان همدرد تر ډیرو ژوندئ لری ، چی په مزار شریف کی یی تیر کال د همدغو شهیدانو په یاد غونډه جوړه کړه ، او د دوی د قاتلینو غوښتونکی شو .


دې ښاغلی اوس ترور په بله بڼه پیل کړی ، چی هغه هم د پولیسو او ملی امنیت په واسطه کوی ، تاسو ټول به اوریدلی وی ، چی تیره ورځ د مزار شریف د زراغت کارتی په سیمه کی یو تن ملی سوداګر یوسف خیر خواه له خپل موټر چلونکی سره ترور شو ، خو ترورستان هم په دی اخو ډب کی وژل سوی او هم ژوندی نیول شوی ، او تر کومه ځایه چی معلومه ده نیول شوی کسان د کورنیو چارو وزارت ته انتقال کړی ، معلومه به شی چی د کورنیو چارو وزارت په دی توانمند دی چی د ښاغلی عطا له څیرې نقاب پورته کړی؟؟؟