د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې نن سهار يو تن ماين ښخوونکى د ماين ښخوولو پر مهال ټپي شو .
د کنړد امنيت امرعبدالصبورالله يار وويل چې دغه ماين ښخو ونکى هغه مهال د خپل ماين ښکار شو چي غوښتل يې د لويې لاري پر سر افغان او نړوالو ځوا کونو ته ريموټ کنتړل ماين ښخ کړي .
نوموړي زياته کړه چې ماين خښوونکى سخت ټپي شوى او دا مهال تردرملنې لاندې دى.
د امنيت امر د ماين خښوونکي د هويت په هکله څه ونه ويل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه