کور / تازه خبرونه / مهترلام : د سړکونو د جوړولو او بيارغولو بهير ګړندى شوئ دئ

مهترلام : د سړکونو د جوړولو او بيارغولو بهير ګړندى شوئ دئ

د لغمان چارواکي وايي چې په دې وروستيوکې د دي ولايت د سرکونو د جوړولو او بيارغو لو بهير ګړندى شوى او له مرکزمهترلام څخه يوشميرولسواليوته غځيدلي سرکونه په پاخه اواساسي ډو ل جوړشوي دي.

دچارواکو په وينا چې لاهم د لويو لارو پخولو چارې چټکې شوې او يو شميرولسواليو ته د غځيدلو سرکونود کريړکولو چاري روانې دي .

د لغما ن د والي وياند سيداحمد صافي وويل چې د لغمان له مرکزڅخه ولسواليوته دغځيدلو سرکونو د جوړيدو کارد پي ارټي يا ولا يتي بيارغونې ټيم لخوا د څه دپاسه يوولس ميلونه امريکايي ډآلروپه لګښت پيل شوي دي.

نوموړى وايي له دغه سړکونو څخه يې دوه ولسواليوته د غځيدلولارو د جوړيدوکاربشپړشوى او د پاتې دوه ولسواليود سرکونود جوړيدو چارې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي .

ده وويل چې له مرکزڅخه ولسواليو ته د غځيدلو سرکونوسربيره د دې ولايت په مرکزمهترلام کې هم د٣٠ کيلومتروسرکونود پخېدلواو کريړکولو کار پيل شوى دى.

د صافي په خبره چي په دې سرکونوکې د دولتي ودانيو،کورونود مخي سرکونه اوکوڅو پخول شا مل دي چي په ٦مياشتوکي به يي د جوړيدوچارې بشپړې شي .

د لغمان دوالي وياند وايي چې د لويولارو او ولسواليو د سرکونو سربيره د کليوپراختياوزارت د ملي پيوستون او يو شمير نورو پروګرامونو له لارې په لسګونو کيلومتره کليوالي سرکونه هم جوړ شوي چي په دې ولايت کې يې خلکو ته ډيرې ترانسپورتي اسانتياوې برابرې کړې دي.

لغمان د هيواد په ختيځ کي پروت د غرنيو سيمو د لرلو سربيره د سبزيجاتو د کرکيلي مهمه سيمه ده چي ګروندګر يې د خپلو ځمکو حاصلات نورو ولايتونو ته هم ليږدوي .

که څه هم تردې وړاندي د دې ولايت اوسېدونکي د خپلوځمکو د حاصلاتود ليږدولو پر مهال له ستو نزوسره مخ وه خود سرکونوپه جوړيدوسره اوس په اساني سره کولاي شي خپل حاصلات د هيواد پلازميني کابل او نورو ولايتونو ته وليږدوي .