کور / تازه خبرونه / په زابل کې د غېږ نیوونې سیالۍ روانې دي

په زابل کې د غېږ نیوونې سیالۍ روانې دي

په زابل ولایت کې له تېرو دریو ورځو راهیسي د غېږنیوونې سیالۍ رواني دي چې ورته د زابل له بیلا بېلو ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه ورته په زرګونو غېږنیوونکي او ددې لوبي مینه وال راغلي دي.

د غېږ نیونې دغه سیالۍ د زابل ولایت د المپیک د امریت په نوښت پیل شویدي چې پکې دوې ډلې د یوبل د ماتولو کوښښ کوي .

د زابل د المپیک د امریت امر محمدویس عزیزي لراوبر ته وویل چې پدغو لوبو کې د زابل له شینکۍ، مېزاني ، شهرصفا ولسوالیو او مرکز څخه غېږنیوونکي رابلل شویدي.

نوموړي زیاته کړه چې په زابل کې هر کال د غېږ نیولو لويې لويې میلې جوړیږي چې تر ډېرو ورځو پوري دوام کوي .

عزیزي وویل چې سږ کال ددې میلې د تنظیم چاري د المپیک امریت او د زابل د غېږنیوونې فدراسیون پر غاړه لري چې نسبت نورو کلونو ته يې نظم ښه شوی .

د دې مېلې یو تن تنظیموونکي محمدهاشم (مَرغه وال) لراوبرته وویل چې سږ کال دې مېلې ته شاواخوا لس زره تنه مینه وال راغلي دي چې شمېر يې ورځ په ورځ زیاتیږي.

نوموړي زیاته کړه چې دوي د کندهار، چمن، سپین بولدک او غزني څخه هم ددې سیالیو لپاره غېږبازان راغوښتي دي چې هغوي هم دامهال پدې سیالیو کې برخه لري.

مرغه وال وايي چې ددې لوبو لپاره د زابل د المپیک امریت مالي امکانات په لاس کي نلري او د لوبغاړو د ډوډۍ او نور مصارف د زابل د ځايي تجارانو او سرمایه دارانو له خوا ورکول کیږي.

په زابل کې د غېږنیوونې دغه ستره مېله پداسي حال کې جوړيږي چې پدې وروستیو کې په زابل کې امنیتي پېښي زیاتې شوې وې خو اوس چارواکي د پور امنیت ډاډ ورکوي .

د زابل د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي د غېږنیولو په ډګر كي لراوبر ته وویل چې د زابل ټول اوسیدونکې په پوره ډاډ سره کولای شي خپل اختریز پروګرام سرته ورسوي.

فراهي وايي( د زابل ولایت په ټولو سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شویدي او امنیت سل په سلو کې تامین دي) .

نوموړي زیاته کړه چې ددوي د ښو تدابیرو په وجه د اختر په شپو ورځو کې هيڅ ډول د نا امنۍ پېښه نده رامنځته شوې .

د زابل ولایت ډېری اوسیدونکې دې سیالیو ته په پوره لیوالتیا سره راځي .

د کلات ښار یو اوسېدونکي او د غیږنیوونې د سیالیو یو تنظیموونکي حاجي محمدجمعه وايي چې غېږبازان پر سپیره میدان غيږي باسي چې ډیری وخت پکې د غېږنیوونکي لاس یا پښې ماتیږي.

نوموړي له دولت او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چې باید په زابل کې د غېږنیوونې د سیالیو لپاره یو سم میدان جوړ کړي تر څو دغه دودیزه لوبه لا نور پرمختګ وکړي.

د زابل د المپیک امر هم د محمدجمعه دغه ادعاوي مني او وايي چې اداره يې پدې هڅه کې ده چې د یو پراخ سټډیم د جوړولو لپاره بودیجه پیداکړي .

نوموړي پر ځايي تجارانو او سرمایه دارانو ږغ وکړ چې پدې اړه ورسره مرسته وکړي.