کور / تازه خبرونه / پېښور : د ځوانانو يوه پراخه مشاعره جوړه شول

پېښور : د ځوانانو يوه پراخه مشاعره جوړه شول

پرون د پښتونخوا ايالت په پېښور كې د ځوانانو يوه كلنۍ مشاعره وشوه، چې د دوو زرو په شاوخوا كې كسانو پكې ګډون كړى و.

دغه مشاعره وړمه ورځ د پېښور اړوند وچ نهر – شمشتو سيمه كې د ځوانانو د اسلامي تنظيم په نوښت جوړه شوې وه. په مشاعره كې د افغانستان له بېلابېلو سيمو راغلو شاعرانو، په پېښور كې د افغان ادبي بهير او افغان فرهنګي ټولنې يو شمېرغړو او په لسګونو نورو شاعرانو او ليكوالانو برخه اخستې وه. پر مشاعرې، چې لا دمخه يې د پېښور ښار په بېلابېلو سيمو كې اعلانونه خپاره شوي وو، بشپړانقلابي او حماسي رنګ خپور و، خو شعرونه تر پايه سانسور نه شول. په مشاعره كې ډېرى شاعرانو پر بهرنيو ځواكونو نيوكې كولې. له خوست نه يوه راغلي شاعر كريم پروانه له نيوكو ډك شعر ووايه او د ۲۰ زرو كلدارو په جايزې ونمانځل شو. دغه رازد زنداني او د جواد په نامه شاعرانو او څو نورو كسانو ته هم نغدي جايزې وركړل شوې. د غونډې د مشرانو په څوكۍ كې استاد محمد اصف صميم او زاهدي احمدزى ناست وو، خو استاد صميم وروسته د ځينو ستونزو له امله خپله څوكۍ بل چاته پرېښوه او له غونډې لاړ. په غونډه كې د حزب اسلامي د مشر انجنير حكمتيار شعر هم ولوستل شو، چې خپلو پلويانو ته يې د مقاومت پيغام پكې وركړى و.

د مشاعرې لپاره، چې كوم لوى پوسټرونه چاپ شوي وو، په هغو كې د مطيع الله تراب، سميع الله تړون او يو شمېر نورو شاعرانو انځورونه او نومونه خپاره شوي وو، خو ډېرى كسان يې راغلي نه وو.

مشاعره، چې سهار ۹ بجې پيل شوې وه مازيګر مهال تر لمانځه وروسته د ډاليو په وېش سره پاى ته ورسېده. مېلمنو ته غرمنۍ هم وركړل شوه.

د ځوانانو د اسلامي تنظيم يو تن غړي او د مشاعرې سمبالوونكي ټول افغان ته وويل، چې له مشاعرې نه ددوى اصلي هدف دا و، چې خلكو ته يو ښه پيغام وركړي او دا په اثبات ورسوي، چې دوى نه يوازې دا، چې د ددين او وطن دفاع كوي، بلكې د خپل كولتور هم په ښه توګه خدمت او دفاع كولاى شي. دده په وينا، د ځوانانو دغه تنظيم د ځوانانو د افكارو د جوړولو په هدف جوړ شوى دى.

د غونډې يو تن برخه وال عزيزالرحمن وايي، چې دا يو تاريخي كار و، چې له هېواده بهر او بيا د هجرت او مقاومت په ډګر كې په دومره ستره كچه مشاعره جوړيږي. دده په وينا، دغو ځوانانو خورا زيات زيار اېستلى و، خو په پيل كې د مشاعرې رنګ بيخي انقلابي و، چې وروسته لږ نرمه شوله. په دې مشاعره كې ټول برخه وال شاعران پښتانه وو. د ستانيزي په نامه يوه شاعر نه يوازې دا، چې د كرزي نظام او بهرني ځواكونه وغندل، په شمال كې يې پر پښتنو روان ظلمونه، پنجاب او پاكستان هم وغندل.

ددې مشاعرې بشپړ رپوټ او تصويرونه به وروسته پرليكه شي.