کورودانی

زه د خپلي کورنۍ په نمایندګي د کندهار له محترم والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا، د ولایت د مقام له محترم مرستیال، د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس محترم عبدالمجید بابي، د علامه رشاد اکاډیمۍ له محترم مشر انجینیر شیرشاه رشاد، له محترم ډاکټر عبدالرازق پالوال ، ښاغلي روهیال او ښاغلي پتیال ، د کندهار د راډیو تلویزیون له محترمو مسئولینو او د کندهار له ټولو فرهنګیانو څخه د زړه له کومي مننه کوم چي زما د اکا عبدالهادي ریشاء د جنازې او فاتحې په مراسمو کي یې پخپل ګډون او د خواشینۍ په څرګندولو سره یې زموږ سره غمشریکي کړې ده .


پاک خدای دي دوی ټولوته دهرقدم اجرورکړي(آمین).


په درنښت