تيره ورځ د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يو موټر بمې چاودنه شوې .
وسله وال طالبان وايي چې په دغه پيښه کې يې پنځه تنه بهرني سرتيري وژل خو ايساف ځواکونو بيا مرګ وژبله نه مني .
په ختيزه سيمه کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې تيره ورځ يې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند د مملې په سيمه کې پر يوه موټر بمي چاودنه شوې چې په کې يوازې موټر يو څه زيانمن شوى .
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسينو ته ويلي چې په دغه پيښه کې د بهرنيو ځواکونو د يو موټر پر خرابوالو سربيره د هغوئ پنڅه تنه سرتيري وژلي .