خېر وکړې یا الهي
د هرلوري غشي اوري
خېر وکړې یا الهي
د لمنې مو اور پورې
خېر وکړې یا الهي
د اپښې یبله خوار ملت ته
د اغزو د صراط لارې
قهر قهر دي ورګوري
خېر وکړې یا الهي
زموږ سپوږمۍ په بام تبجنه
زموږ لمر تندر نیولی
ورځې شپې مو واړه سیوري
خېر وکړې یا الهي
پاڼې پاڼې ګل تر ګله
بربن ټوله لپې لپې
په دوعا نجونې سرتورې
خېر وکړې یا الهي
زموږ رمې په بیدیا تږې
زموږ بچي په کاله وږي
د شپنو شونډې مو سپورې
خېر وکړې یا الهي
د جومات څنډې مو وچې
د محراب غېږې مو تشې
کونډې،بورې مو سرتورې
خېر وکړې یا الهي
د تاوده تنور تر څنګه
د اوبو سړوبۍ راکړې
ټوک ډوډۍ په کټو پورې
خېر وکړې یا الهي
زموږ غنم د زرو جام کړې
زموږ انار خم د خیام کړې
د شاتوت ونې پسوري
خېر وکړې یا الهي
د جګړو ستړی اولس دی
کور تر کور کلي تر کلي
د دمې تر سوري هورې
خېر وکړې یا الهي
دې ملت ته پوهه ورکړې
دا ملت سره یو ږغ کړی
چې راغونډ شي لور د لوري
خېر وکړې یا الهي
د هرلوري غشي اوري
خېر وکړې یا الهي
د لمنې مو اور پورې
خېر وکړې یا الهي
پروین ملال کراچۍ
۱۷ /۹/۲۰۰۹
د کراچى بلاگ نه په مننى