کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دانش خپرندويه ټولنې ته د يوه راغلي ليك په ځواب كې

دانش خپرندويه ټولنې ته د يوه راغلي ليك په ځواب كې

د منطق تږيه سلام!
ته، چې هر څوك يې زموږ ورور يې، خو خبرې دې د علمي او منطقي حساسيت له مخې نه دي كړي، بلكې د خپلو عقدو او كركو د بدرنګۍ اظهار دې كړى دى. موږ درسره ډېرې خبرې اوږدول نه غواړو يواځې دومره وايو، چې:

دانش خپرندويه ټولنه د پښتو كتابونو يوه لويه خپرنيزه اداره ده، نه يوه بې فكره اقتصادي چاپخانه. موږ د هېواد په ډېرو كړكېچونو حالاتو كې دلته په مهاجرت كې د خپلې ژبې او فرهنګ د ساتلو په موخه د پښتو ادبياتو د ودې او پرمختيا لپاره خپرنيز مزل پېل كړى، پښتو اصيل ، هنري، علمي او تاريخي اثار د زړه په مينه او فكر خپروو. داسې نه كوو، چې تا فكر كړى دى .موږ، چې د خپرېدو لپاره كوم اثار غوره كوو، نو د چاپ او اړتيا په اړه يې خپل دلايل څرګندوو. د كاروان پر كتاب، چې موږ كوم يادښت ليكلى و، هغه هم زموږ د خپرنيزې پاليسۍ يوه برخه وه. البته ستا خبرې له كاروان سره د عقدو پر بنسټ ولاړې وې نه د منطق، ځكه چې كه تا د خپلو خبرو لپاره سم منطق او استدلال درلودى، نو له سمې لارې څخه به دې خپله خبره څرګنده كړې وه، نه د يوه غله په څير له پټو لارو. موږ كاروان ددې دور يواځينى شاعر او ستا په اصطلاح قزل ارسلان نه ګڼو، خو موږ، چې د هغه د لويوالي لپاره كوم دلايل لرو هغه بايد په پام كې ونيسې، البته زموږ له خبرو داسې نتيجه اخستل نه دي پكار، چې موږ كاروان يواځينى شاعر ګڼو، ځكه چې موږ د هغه په اړه په الفت مجله كې ډېرې كره كتنيزې مقالې او ليكنې خپرې كړي دي، خو بدبختانه، چې ستا په څېر كركوځپلي نه دقيقه مطالعه لري او نه سالم فكر.

زموږ په خبرو كې د كاروان په اړه مثبتې خبرې وې، خو د هغوى له مخې دا قضاوت كول، چې موږ كاروان ته قزل ارسلان وايو يواځې ستاسې غوندې منطقي او علمي (؟) سړى كولى شي، موږ د كاروان په اړه څو خبرې كړې وې:

_ كاروان په لر و بر كې يو غير متنازعه فيه شخصيت او شاعر دى.

ته ووايه په دې خبرې كوم غير منطقيتوب شوى دى، ايا هغه په دواړو خواوو كې لوړ شخصيت او لوى شاعر نه دى؟ سمه ده، چې نور ډېر خلك هم دا ځانګړنې لري، خو كه موږ يې د كاروان پركتاب د كاروان په اړه يادې كړو، ته څه مشكل ورسره لرې؟ او ايا له دې خبرې څخه دا مفهوم اخيستل كېږي، چې نور دا ځانګړنې نه لري؟

_ كاروان په نويو تركيبونو سمباله ژبه لري.

كه په شعر كې د تركيب په ارزښت پوهېږې د كاروان دا بيتونه ولوله:

لاس د تبسم مې كړه راتېر په زړه
ډېر لـــكه يتيم په ژړا ستړى دى

د فريــــــادونو ملا مو غبرګه ماته
د سلګو لاس يې په پيوند تيروو

نرګس رنځور دى د شبنم طبيبه لاس يې نيسه…

_ موږ ويلي وو، چې كاروان نوي او نادر خيالونه لري

كه خيال پېژنې، ولوله د كاروان د ” مړه هېنداره”، ” د درد سكې”، ” چنار خبرې كوي” او نور ډېر شعرونه، چې د كاروان كتابونه پرې مالا مال دي.

_ موږ ويلي وو، چې كاروان په شعر كې له انسان او طبيعت سره د مينې او عاطفې سمندرونه روان كړل.
كه په شعر كې د عاطفې د پېژندلو او د هغې پر ارزښت د پوهېدلو وړتيا لرې ولوله د كاروان دا شعرونه:

مارغان دې راشي زموږ لپه كې دې ځالې وكړي
غر مو نښتر نه لـــــــــــــــــــري كلى مو چنار نه لري

د كاروان ” د بورې هوسۍ اوښكې” او له ځنګل سره د هغه ليكونه ولوله.

نور، نو كه ته دومره د منطق او استدلال تږى وې په خپل نوم او پته د كاروان په اړه داسې څه ووايه، چې موږ ترې نه يو خبر موږ هغه همداسې پېژنو لكه څرنګه، چې يې څرګندوو، موږ ستا علمي او منطقي عكس العمل ته انتظار يو.

په پاى كې دومره درته ووايو، چې خپرندويې ټولنې د خپلو خپرنيزو اثارو د ارزونې او شننې بشپړ حق لري، خو ستا په څېر بې منطقه او ناخبران دا حق نه لري، چې له خلكو څخه د شعر او هنر د ارزونې حق واخلي.

خپله هېڅ نه وي خو بل زغملى نه شي
پښتـــانه دي يو او بل زغملى نه شي

په درنښت

دانش خپرندويه ټولنه, نه چاپخانه