پنتاګون پرون خبر ورکړ چی د هوایی قواوو یو افسر په مدیترانه کی مړ سو چی د افغانستان لپاره یې عملیات کول خو نور تفصیل یې ور نه کړ .
دوهم پوځی هم په کندهار کی هغه مهال ووژل سو چی زرهپوش یې پر ماین ختلی و . د چین سینهوا خبری آژانس خبر ورکوی چی د یو برتانوي تبعه مړی چی د کلیو د پراختیا او انکشاف د وزارت مشاور و ، د « قصر پارک » هوټل په کوټه کی پیدا سو .
د دې مړه کېدو علت نه دی ویل سوﺉ او وزارت او برتانویانو هم په دې باره کی څه نه دي ویلي .