په بنو کې طالبانو د پاکستان د حکومت ۱۱ ملاتړي وژلي او په سوات کې یې هم د قومي لښکر پر دوو تنو ډزې کړې دي.
د پاکستان د پولیسو او استخباراتي مامورینو په وینا وسله والو طالبانو په بنو کې حکومت پلوه اووه مشران وژلي دي او بیا چې کله خلکو د دغو مشرانو مړي انتقالول دوه تنه نور طالبانو وویشتل چې له دې سره نښته وشوه او په جګړې کې هم طالبانو دوه نور وویشتل.
دغو کسانو ته د جانیخیل په ښار کې طالبانو لاره نیولې وه. په وژل شویو کسانو کې ملک سلطان هم دی، ده په سیمه کې د حکومت لپاره ډير تبلیغ کاوه او د پولیسو په وینا موثر شخصیت و.
په جانیخیل کې د پولیسو مشر اقبال مروت رسنیو ته وویل، طالبانو دغه مشران هغه مهال ووژل چې دوی د ښار په لمنو کې یوه کلي ته روان و، غوښتل یې د خلکو تر منځ د یوې لانجې د هواري لپاره منځګړیتوب وکړي.
جانیخیل شمالي وزیرستان ته نژدې ښار دی، د دې ښار یو شمیر اوسیدونکو رسنیو ته وویل چې ملک سلطان د طالبانو پر ضد د لښکر په جوړیدو کې ډيره مرسته وکړه او ده وروسته تر دې د طالبانو پر ضد قومي لښکر جوړ کړ چې وسله والو طالبانو په اوړي کې د یوه حربي ښوونځي په لسګونو زده کوونکي او د هغوی ښوونکي برمته کړل.
دغه زده کوونکي وروسته خوشي شول او د برمته کیدو مسوولیت یې د تحریک طالبان په نوم ډلې ومانه. د تحریک طالبان د ډلې مشري بیت اله مسود کوله چې بیا په اګست کې ووژل شو.
له قومي لښکر سره د پاکستان حکومت مرسته کوي خو دوی لاهم په ښو وسلو سمبال نه دي. ددغه لښکر دوه تنه مشران په سوات کې هم وژل شوي دي.
اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې دغه دوه تنه د سرټیلیګرام په سیمه کې وژل شوي دي. حکومتي ځواکونه وایي چې په سیمه کې له دې پیښې وروسته له طالبانو سره جګړه وشوه چې پکې اووه مخالف وسله وال ووژل شول.
په دې سیمې کې سیمه ییزو تیره اونۍ قومي لښکر جوړ کړ څو سیمه له طالبانو وساتي.