کور / تازه خبرونه / د امنيت په شورا کي د معمر قذافي ترتي او سپيني خبري

د امنيت په شورا کي د معمر قذافي ترتي او سپيني خبري

خبري رسنيو خبر ورکړ چي د ليبيا جمهو رئيس معمر قذافي چي د څلوېښتو کالو وروسته د لومړي ځل د پاره په نيويارک کي د ملګرو ملتو په څلورشپېتمه عمومي غونډه کي برخه واخيسته ، د ملګرو ملتو دسازمان پر تشکيلاتي جوړښت باندي سخت و لګېد او ويلي يې دي چي د دې سازمان د امنيت شورا صلاحيتونه بايد و عمومي غونډي ته انتقال او دغه شورا دي د عمومي غونډو د پرېکړو د اجرايوي بازو په توګه عمل وکړي .

نوموړي په داسي حال کي چي د امنيت شورا صلاحيتونه يې تر پوښتني لاندي راوستل، په امنيت شورا کي يې د افريقا د قارې دپاره د يوې دائمي څوکۍ غوښتنه هم وکړه .

قذافي وويل که دا شورا صلاحيت ولري او که يې ونلري په هر حالت کي بايد دغه چوکۍ د افريقا و قارې ته ورکړل سي . هغه وايي څوک دا ادعا کولای سي چي د افريقا قاره دي د امنیت په شورا کي د داسي يوې چوکۍ وړتيا ونلري .

هغه زياته کړه د امنيت شورا عوض ددې چي و موږ ته امنيت راولي، پر نړۍ باندي يې بېره ، وحشت او تحريمونه خواره کړي دي .

قذافي چي د خپلي بيانيې په ترڅ کي به په عصبانيت ږغېدی او مېز به يې په سوک واهه ، وويل چي د امنيت د شورا دغه اوسنۍ تشکل پخپله د ټروريزم د اشکالو څخه يو شکل دی او موږ به هيڅکله د هغه و پرېکړو ته تسليم نسو .

نوموړي د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ته د« زموږ بچۍ، د افريقا د قارې د بچي » خطاب وکړ او زیاته يې کړه چي کينيايي الاصله افريقايي تورپوستی چي و سپيني ماڼۍ ته لاره پيدا کړې ده نو دا د افريقا و قارې ته د وياړ ځای دی .

قذافي د غربيانو نه وغوښتل چي عراق و عراقيانو او افغانستان و افغانانو ته پرېږدی او ددې هيوادو څخه ووزی .