کور / راپور / مشرف : ” مـــاته د امريکا آلـــه ويله کيږي “

مشرف : ” مـــاته د امريکا آلـــه ويله کيږي “

مشرف :  ” مـــاته د امريکا آلـــه ويله کيږي “


مرکه کوونکى: فريد زکريا، نيوزويک


(http://www.newsweek.com/id/91693/output/print)


پاکستان دا مهال د يو نه زياتو سياسي بحرانونو او ډېرو امنيتي ستونځو سره مخ دى. همدا وجه ده چې د نړيوالو مطبوعاتو او سياسي نظر لرونکيو د بحث توده موضوع ګرځېدلى دى. په داسې يوه کړکېچنه او غېر يقيني وضعه کې عام خلک هم دې ته لېواله وي چې د ډېر معلومات ترلاسه کړي او وپوهېږي چې حالات په کوم لور روان دي. ولسمشر پروېز مشرف د تېرو اتوو کالو راهيسې د پاکستان مطلق العنان واکمن دى، نو له هغه زيات به څوک په حقايقو خبر وي! ځکه خو ژورنالستان کوښښ کوي چې د نورو ډېرو کارپوهانو او چارواکو ترڅنګ له جنرال صېب څخه هم يو څه نوې خبرې ترلاسه کړي. د نيوزويک امريکايي جريدې نامتو ليکوال فريد زکريا د همدې کوښښ په ترڅ کې د ولسمشر پروېز مشرف سره يوه مرکه کړې ده چې مهمې پوښتنې او ځوابونه يې مونږ تاسې ته د ژباړلو وړ وګڼل (ژباړن). 





نيوزويک : د هغو راپورونو په اړه څه فکر کوئ چې وايي سي ايي اى په پاکستان کې ستاسې له خوښې پرته د عملياتو په پېل کولو غور کوي؟


مشرف : مونږ په استخباراتي برخه کې بشپړه همکاري کوو. خو د نظامي عملياتو بالکل مخالف يو. مونږ يو خپلواک هېواد يو. مونږ به له بهره مرسته وغواړو خو هغوى راباندې خپله خوښه نه شي راتپلى.  


نيوزويک : د هيلري کلينټون د دې خبرې په اړه څه وايې چې امريکا او برتانيه دې د پاکستان د اتومي وسلو په خوندي کولو کې مرسته وکړي؟


مشرف : ايا هغې ته معلومه ده چې دا وسلې څومره خوندي دي او مونږ يې د خوندي کولو لپاره څه کوو؟ او زه د هغو ټولو خلکو نه چې دا ډول خبرې کوي پوښتنه کوم: ايا تاسې ته معلومه ده چې زمونږ ستراتيژي شتمنۍ څنګه ساتل کېږي، خوندي کېږي او پرمختګ کوي ايا تاسې ته معلومه ده؟ 


نيوزويک : تاسې امريکا ته دا خبره کړې ده؟


مشرف : نه، ولې يې ورته وکړو؟ مونږ ويلي دي چې مونږ په هر څه بشپړه کنټرول لرو.  


نيوزويک : تاسې د بې نظير بوټو له وژل کېدو وروسته ويلي وو: (ما هغې [بې نظير بوټو] ته ويلي وو چې: “احتياط کوه، دا اوس هغه پاکستان نه دى چې تا پريښى و، اوس بېخي بدل شوى دى”. پوښتنه دا ده چې په دغه موده کې ته پخپله د پاکستان واکمن وې. نو ستا په ولسمشرۍ کې پاکستان ولې دومره ناامنه شو؟


مشرف : د ترهګرۍ او بنسټپالنې په وجه، د کومې سره چې مونږ له ١٩٧٩ يانې له دېرشو کالو راهيسې مخ يو. مونږ لس کاله د امريکايانو په ملګرتيا په افغانستان کې د شورويانو پر ضد جنګېدلي يو. مونږ طالبان روزلي، وسلې مو ورکړي او افغانستان ته مو لېږلي دي. ايا دا کار ما کاوه؟ لويديځ پخپله دا کار کاوه، ملګرو ملتونو دا کار کاوه. نو بيا د ١٩٨٩ او ٢٠٠١ ترمنځ څه وشول؟ قتلونه او تباهۍ. ايا دا هر څه ما کړي؟  


نيوزويک : خو د نوي يمو کلونو په وروستيو کې په پاکستان کې يو سياستوال کولاى شول چې د خپل ژوند په اړه له وېرې پرته يو غټ لاريون ته وېنا وکړي. په پاکستان کې اورپکي او ځانمرګي بريدونه ستا په ولسمشرۍ کې راپېدا شول؟


مشرف : ته دې خبرې ته بايد له سياق او سباق سره وګورې. ځانمرګي بريدونه څرنګه پېل شول؟ چا پېل کړل؟ دا د سري لانکا د اورپکو يوې ډلې پېل کړل او بيا فلسطين ته ورسېدل. بيا عراق ته. زه وايم مونږ تر ټولو وروسته خپل کړل. ان تر دې چې ستاسو (امريکا) استخبارات وايي چې القاعده يا طالبان هر څه نوم چې ته ورکوېاوس د ختيځ په لور ښاري سيمو ته په حرکت دي. ولې؟ 


نيوزويک : داسې ښکاري چې د بنسټپالنې د کنټرولولو لپاره ستاسې هڅې کار نه ورکوي؟


مشرف : په طالبانو کار ورکوي. اوس ستونځه د سيمه ايزو خلکو او بنسټپالو ده. بنسټپال پاکستانيان دي او زما په فکر زياتره يې د جنوبي پنجاب سره تړاو لري. دوى ډېرې مدرسې لري. دوى پټ دي خو همدغلته شته. څه پکې بهرنيان هم شته. القاعده دا خلک استعمالوي. زه په يقين سره نه شم ويلاى چې د دوى هر کار به د القاعده تر لارښودنې لاندې وي. خو مونږ ته معلومه ده چې يو تن لکه بېت الله محسود د ځانمرګيو بريدکوونکيو روزنه کوي. او مونږ ته دا هم معلومه ده چې دوى په ما، بې نظيرې او ځينو نورو سياسي مشرانو پسې ځانمرګي بريدکوونکي رالېږل. مونږ په تېرو دوو اونيو کې ډېر کسان نيولي دي. دوى سره چاودېدونکي مواد وو، د چاودېدونکو موادو ذخيرې ورسره وې.  


نيوزويک : دوى څوک په نښه کول؟


مشرف : سياستمداران، هغوى چې سياسي سيستم جوړوي، يانې ديموکراتيک سيستم.  


نيوزويک : دوى اوس د پاکستان پر ضد ولې شول؟


مشرف :  دوى د پاکستان پر ضد ځکه شول چې دوى زما خلاف دي. دوى د هر هغه چا خلاف دي چې زما ملاتړ کوي. د دې لپاره دوى غواړي چې حکومت کمزورى کړي، دوى غواړي چې ما کمزورى کړي. [ښايي] دوى دا فکر کوي چې پاکستان به ونيسي.  


نيوزويک : ستاسو قبايلي تړونونو ستونځه حل نه کړه؟


مشرف : نه، هغو حل نه کړه. 


نيوزويک : څه فکر کوې چې دغه [تړونونه] يوه غلطي وه؟ ځينې خلک فکر کوي چې حکومت يې پېروي نه ده کړې، يانې دا چې تاسې په ژمنه وفا نه کوئ؟


مشرف : مونږ هر کوښښ کوو. مونږ د هر چا سره خبرې پېل کړې دي، په شمول د هغو مذهبي خلکو چې جهاديان نه دي. نو اوس که دوى مونږ سره چل کوي، او دا امکان هم لري، او بيا هم ته مانه پوښتنه کوې چې “ايا ته بريالى شوې؟” نو زه به په ځواب کې درته وايم چې “نه”. ښايي مونږ پنځه ويشت فيصده بريالي شو. خو که اوس ته مونږ ته وايې چې بس يې کړئ نو مونږ يې نه بس کوو. مونږ بايد مقاومت وکړو.  


نيوزويک : ځينې خلک وايي چې تاسې په سياسي مېدان کې سياسي ګوندونه ځپلي دي چې په پايله کې د دې کار ګټه يواځې مذهبي ګوندونو او بنسټپالو ته رسېدلې ده؟


مشرف : نه، مونږ سياسي ګوندونه نه دي ځپلي. [خو] هيچا ته اجازه نشته چې قبايلي سيمو ته لاړ شي. د قبايلي سيمو يو جلا جوړښت دى. هغوى خپل سيستم لري. اصلاً مونږ هغوى ته انتخابات ورمعرفي کړل. دا سياسي ګوندونه پخوا هم قبايلي سيمو ته نه تلل. ځکه چې دغه سيمې نېغ په نېغه د والي (ګورنر) او ولسمشر تر واک لاندې دي.  


نيوزويک : دا خو تقريباً استعماري سيستم دى. ايا هلته اصلي سياست نه دى پکار؟


مشرف : بلې، زه يې درسره منم. دا کوښښ مونږ په ١٩٩٩ کې کړى و. خو بيا د سپتمبر د يوولسمې د پېښې سره دا ټول جنجالونه راپېدا شول. پخوا به هرې قبيلې د ماشين ګڼو، هاوانونو او راکټو خپل وسله تون لرلو. هرکله چې به د يوې قبيلې د بلې سره جنګ و نو د وسله تون نه به يې وسلې راوويستلې او جنګ به يې وکړ، بيا چې به ډزبندي وشوه نو وسلې به يې بېرته خوندي کړې. د طالبانو د راپېدا کېدو سره دا ټول سيستم ګډوډ شو. مونږ په خپله سياسي اداره کې کوښښ کوو چې دغه قبايلي سيستم بېرته راوړو. دې کار مونږ په يو دوه کې اچولي يو. ملايانو سره د جګړې لپاره مونږ هغه زوړ سيستم ته اړتيا لرو، خو که عصري کېدل غواړو نو بيا بايد له هغه زوړ سيستم څخه ځان خلاص کړو.  


نيوزويک : ايا امريکايان ځينې هغه عمليات په غاړه اخيستل غواړي چې تاسې يې په دې [قبايلي] سيمو کې ترسره کولو ته لېوالتيا لرئ؟


مشرف : نه، که امريکايان دې غرونو ته راغلل، نو بيا به په هغه ورځ لعنت وايي په کومه چې راغلي وي. زه دا سيمې پېژنم او امريکايي پوځيان هم راته معلوم دي. خپل پوځيان هم پېژنم. دا اسان کار نه دى. امريکايي پوځيان د اله دين ډيوه نه لري. زمونږ عسکر، چې سيمه ايز خلک دي، او په رواياتو پوهېږي، ډېر کلک دي. زمونږ عسکر په ډوډۍ او اوبو ګوزاره کولى شي. امريکايي پوځيان به چاکلېټو ته اړتيا لري. او لوژيستيکي مرستې رسول به ورته ډېر ګران وي. پوځي مشران به دا خبره نه کوي. سياستمداران په دې باب معلومات نه لري. ولسمشر بوش هر سهار په دې اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کوي. فکر نه کوم چې هيلري کلينټون او يا بل څوک دې هم هر سهار معلومات ترلاسه کوي. کله چې په دوى کې يو ولسمشر شي، هر يو چې شي، او استخباراتي معلومات ترلاسه کول پېل کړي، نو بيا به زه ګورم چې دوى څه وايي.  


نيوزويک : ايا ته فکر کوې چې جهاديانو سره د جګړې لپاره ته مناسب تن يې؟


مشرف : امريکا خو دا فکر کاوه چې بې نظيره ترهګرو سره د جګړې لپاره مناسبه ده. د دې جګړې لپاره تر ټولو ښه او مناسب څوک دى؟ که غواړې چې په نن وخت کې بنسټپالو او ترهګرو سره جګړه وکړې نو درې صلاحيتونه ضروري دي. اول دا چې پوځ به ستا ملګرى وي. نو هغې (بې نظيرې) خو په پوځ کې هيڅ محبوبيت نه درلود. دويم دا چې ټولې مذهبي ډلې بايد تا ته د پردي يانې بې مذهبه تن په توګه ونه ګوري. او درېم دا چې ته به د امريکا سره تړلى نه معلومېږې. اوس ټيک ده چې ماته د امريکا آله ويل کېږي، خو تر هغه حده نه څومره چې هغه (بې نظيره) وه. پاکستانيانو ته پته ده چې زه سختېدلاى هم شم. زه د هيلري کلينټون خلاف خبره کولى شم. زه د هر چا خلاف خبره کولى شم. نو دغه خبرې دي، ته قضاوت وکړه.  


نيوزويک : ايا ته به له ټاکنو وروسته د پيپلز ګوند سره کار وکړاى شې؟


مشرف : زه د هر چا سره کار کولى شم. زه هيله لرم او دعا کوم چې ټاکنې صفا سوتره ترسره شي او خلک هم ورته د صفا سوتره په توګه وګوري.  


نيوزويک : ډېر خلک فکر کوي چې داسې به ونشي (يانې ټاکنې به صفا سوتره نه وي).


مشرف : دا ځکه چې تاسو همداسې ليکئ (خاندي). 


نيوزويک : نه، دا مونږ نه يو. هر سياسي ګوند دغه تور لګوي. نو مونږ به يې څنګه راپور نه ورکوو؟


مشرف : په کوم بنياد؟ 


نيوزويک : ايا تا د بې نظيرې اسناد کتلي؟ (کوم چې هغې په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه تيار کړي وو).


مشرف : ايا ته به په دې يقين وکړې؟ دغه خو سوال دى. دا حکومت مخالف ګوندونه دي چې تل په ټاکنو کې د درغليو د کېدو خبره کوي. پوهېږئ چې دوى ولې داسې خبرې کوي؟ کله چې ته ټاکنې وبايلې نو وايې چې دې کې درغلي شوې وه.  


نيوزويک : ايا په تېرو وختونو کې د ټاکنو نتيجې اړولې شوې وې؟ ايا دلته داسې کوم تاريخ شته؟


مشرف : زه به د ٢٠٠٢ د ټاکنو په اړه خبره وکړم ځکه چې دغه ټاکنې صفا سوتره وې. هر څو که زه پوهېږم چې هيڅوک هم په دې خبره يقين نه کوي، خو ټاکنې صفا وې. که مونږ نتيجې بدلولى نو ايا مونږ به په دومره احمقانه ډول بدلولى چې يو داسې پارليمان مو راوستلى چې مونږ پکې په خپله حکومت هم نه شو جوړولى؟ ايا زه دومره احمق يم؟ نه صېبه. د هيچا سره هم داسې څه خبره نه وه.  


نيوزويک : ايا ته پوهېږې چې ستا شخصي اعتبار د دې ټاکنو سره تړاو لري؟


مشرف : بلې. خو مطبوعات بيا هم وايي چې زه به په دې ټاکنو کې درغلي کوم. دا کوم منطق دى؟ زه به داسې ولې کوم؟  هر څوک چې دا خبره کوي، زه ورته وايم: ثابته يې کړئ چې زه به په ټاکنو کې درغلي کوم.  


نيوزويک : د بې نظيرې د هغو اسنادو په اړه مو څه فکر کاوه؟


مشرف : هغې دغه اسناد په خپله کوټه کې جوړ کړي وو. زه به هم د هغې خلاف يو سند جوړ کړم او چا ته به يې ورکړم. دا خو څه ثبوت نه دى.  


نيوزويک : د صدراعظم په توګه به ستاسې ترجيح څوک وي؟


مشرف : زه څه نه شم ويلاى، زه په دې باره کې هيڅ نه شم ويلاى.  


نيوزويک :  خو تاسې څه ترجيح به خامخا لرئ؟


مشرف : نه. 


نيوزويک : نو ايا ته به د درېو کسانو (ولسمشر، صدراعظم او د پوځ مشر) په واکمنۍ کې کم رول منلو ته تيار شې؟


مشرف : زما قانوني صلاحيتونه د ٢٠٠٢ راهيسې يو شان دي. خو زما خوشبختي دا ده چې زه په هر چا يو اغېز لرم، په سياسي مشرانو او په [سياسي] ايتلاف. زما دا اغېز د هغو قانوني صلاحيتونو يا واک له امله نه دى چې زه يې لرم. که خلک هغه څه ته غوږ کېږدي چې زه يې وايم نو [بيا] زه د زور استعمال نه کوم.