په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو بیا هم تر ډیره د انتخاباتو پر سر روانو بحثونو او امنیتي مسایلو ته کتنه کړې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې دي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې په اړه د امریکايي مشرانو ترمنځ روان بحثونه څیړلي او په غټو ټکو سره يې لیکلي دي، چې اوباما غواړي د ډیورنډ په پورې غاړه ترهګرۍ ضد جګړه پراخه کړي.
ورځپاڼې په دوام کې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د جنترال مک کریسټال رپورټ ته هم اشاره کړې او لیکلي دي، چې اوباما دا رپورټ ارزوي او بیا به پدې اړه بریکړه وکړي.
ورځپاڼې په یو جلا سرلیک کې لیکلي دي، چې له افغانستان څخه شړل شوې انګریز مایکل سمپل اوس په وزیرستان کې دې او خپل هغه ماموریت پر مخ بیايي، چې په هلمند کې يي په پټه پیل کړې وو.
ورځپاڼې پخپل یو څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د روانې جګړې بیلابیل ابعاد څیړلي او هغه يې د بوش د ادارې میراث بللې دې.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې بیا هم پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو په سر روانو بحثونو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې دا هغه توطعې وې، چې هدف يې د انتخاباتو سبوتاژول وو.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د انتخاباتو دوهم پړاو ته د غورزولو هڅو ته هم اشاره کړې او لیکلي دي، چې دا یو غیر قانوني کار دې او نړیواله ټولنه هم دا حق نلري، چې د افغانستان په قوانینو ملنډې ووهي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د ناټو د عمومي قومندان د وروستي راپور ځینې برخې هم راخستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي ترڅنګ، د فساد نړیوال اړخ هم د ژورې اندیښنې وړ دې.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې د کمکي اختر په موقع د طالبانو د مشر ملا عمر لخوا خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وینا پکې په افغانستان کې د جنګ د پاې ته رسولو لپاره زرغون څراغ ښودل شوې، دا پوښتنه کړې، چې له دې ډلې سره په څه ډول سره سوله ترلاسه کیداې شي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې روان جنګ څیړلې او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا سپارښتنه يې راخستې، چې دده جنګ د ګټلو لپاره باید روسیه هم راښکیله کړاې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په امریکا دا انتقاد کړې، چې د افغانستان لپاره کوم ځانګړې پروګرام نلري او بې ځایه هڅې کوي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام دا سپارښتنه کړې، چې په افغانستان کې د سولې او امن د ټینګښت لپاره امریکا ته پکار ده، چې حکومتدارۍ ته پام وکړي او افغان خواکونه پیاوړې کړي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات راخستي او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې دي.
انیس پخپله سرمقاله کې په کابل کې پر اټالوي ځواکونو له مرګونې خملې وروسته له افغانستان نه د اټالوي خواکونو د وستلو لپاره روان بحثونه څیړلي او پوښتلي دي، چې له افغانستان نه وتل ګواښ دې او که کوم تکتیک؟
خو اصلاح بیا د کمکي اختر پر موقع د افغان ولسمشر څرګندونو ته کتنه کړې، چې پکې یو ځلې بیا له وسلوالو مخالفینو غوښتل شوي، چې له جنګ لاس په سر شي او لیکلي ديو چې د کړکیچ د حل ښه لاره سواله او مفاهمه ده.