اسوشیټیډ پریس خبر ورکوي چی د طالبانو لوی مشر ملا محمد عمر د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کی ویلي چی امریکا او ناټو دي د افغانستان د جنګ اوږد تاریخ ولولي تر څو دا ورمعلومه سي چي بهرنیو ځواکونو دلته خورا لږ پوځی بری ګټلئ دئ .
پیغام وایي چي امریکا او ناټو دي هماغه د سکندر یرغل ته هم مراجعه وکړي چي همدلته زموږ نیکونو ماتي ورکړې وه .
پیغام زیاتوي چي دا باید ور وښیو چی موږ د ۱۸۳۹ څخه تر ۱۹۱۹ پوري اتیا کاله د برتانوي یرغلګرو سره جنګېدلي یو څو چي باالاخره د هغوی په ماتولو سره مو خپلواکي وګټله .
نن موږ تر هغه مهال غښتلې اراده ، پوځي روزنه او اغېزمني وسلې لرو . . . نو ځکه به موږ تر هغو پوري جهاد ته ادامه ورکوو څو چي آزادي مو نه وي اخیستې او یرغلګر مو له هېواده نه وي شړلي .
خبر زیاتوي چي د دې پیغام د خپرېدو سره سم په هلمند کښي د ډنمارک یو پوځي هم د طالبانو په مخامخ ډزو کښي وویشتل سو او ځای پر ځی ووژل سو چی په دې سره د هغوی د پوځي تلفاتو شمېر ۲۵ ته ورسېد .
رسنيو ته د ملا محمد عمر د لېږل سوي پيغام کاپي چي لراوبر ته هم رارسېدلې ده دلته لوستلائ سئ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه