د پاکستان « نیوز » ورځپاڼی نن ولیکل چی د امریکا د سنا په مجلس کی د بهرنیو اړیکو د کومیټې مشر « جان کیری » نن وویل چی د پاکستان امنیت د امریکا لپاره حیاتی اهمیت لری او افغانستان ته باید دا اجازه ورنکړه سی چی پاکستان او سیمه بې ثباته کړی . ده وویل چی هلته زموږ د مأموریت هدف باید دا وی چی افغانستان پرې نه ږدو چی د القاعده ژغورلی امنځی سی او په سیمه کی خصوصأ د پاکستان په وړاندی یو بې ثباته کونکی قوت سی .
ده زیاته کړه چی زه فکر نه کوم چی امریکا په افغانستان کی په دې خاطر شتون لری چی هلته دې د امریکا دیموکراسی فوټوکاپی کړی یا دا چی هلته کوم غښتلی مرکزی حکومت جوړ کړی چی پخوا یې هیڅکله هم نه دی لیدلی .
خو څیړونکي وایی چی د جان کیری د دې څرګندونی څخه ښکاری چی امریکا په هرڅونه بیه او تلفاتو سره افغانستان له لاسه نه ورکوی ، نو ځکه کله د افغانستان بې ثباتی د پاکستان له لاسه بولی او کله هم برعکس د پاکستان بې ثباتی د افغانستان له لاسه بولی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه