کور / تازه خبرونه / ناټو خپل نور پنځه عسکر له لاسه ورکړل

ناټو خپل نور پنځه عسکر له لاسه ورکړل

د کاناډا ، امریکا او ایټالیا د دفاع وزارتونو رسمأ خبر ورکړ چی : یو کاناډایی پوځی هغه مهال د کندهار په پنجوایی کی ووژل سو او یوولس نور یې هم زخمیان سول چی زرهپوش یې پر ماین وخوت ، یو امریکایی عسکر چی زرهپوش یې درې ورځی مخکی په هلمند کی پر ماین ختلی و نن مړ سو ، او د ایټالوی پوځیانو د پرونۍ ورځی د تلفاتو شمیر شپږو ته ورسېد ( چی مخکی د ۳ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکول سوی و ) او څلور یې هم ټپیان سوي دي .

پوځی څیړونکي وایی چی طالبان اوس په ماینونو سره لویدیځو پوځیانو ته هره ورځ درانه تلفات اړوی .