دډیری خو شالی ځای دی چی دافغانستان دملی تلویزون لمنه په مساپرو افغانانو خوره شوه ، له دی کبله غواړم د افغانستان خلګو او په تیره بیا داکتر صایب نظری ته چی په زیار او ونډه یی د ملی تلویزون لمن له هیواده بهر تر اروپا او امریکا را وغزیده د زړه له کومی مبارکی او شاباسی ووایم . دملی تلویزون خپرونی نه یوازی دافغانانو هغه سیالی له نورو سره چی دسپوږمکی له لاری یی نړی ته خپرونی درلودی برابره کړه بلکه له هیواده لری هیوادوال یی چی له خپل ټاټوبی نه لیری دی او اوس په خپله ژبه زمونږد دود او دستور په پام کی نیولو سره سم تلویزونی خپرونی ګوری ویاړ ور په برخه او خوشاله کړل . .دا خوشالی او ویاړ په تیره بیا په دی کی ده چی افغانان د یو شمیر افغانی تلویزونو له خپرونو نه چی په شرمو شرمیدلی او په خپل منځ کی یو بل ته به خپرونو کی د بدو او ردو په ویلو تر اپلتو پوری رسی رنځیدل ،د بدیل امکانات یی برابر کړل.
له څو ورځو را په دی خوا چی ملی تلویزون په کور کی دمونږ میلمه ده ، داسی فکر او احساس کوم چی په خپل ګران هیواد کی یم او له هری خپرونی یی ځانګړی خوند اخلم. زه ډاډه یم چی دداکتر صایب نظری په هاند او هڅه چی لازمه پوهنیزه او کاری وړتیا لری دافغانانو دغه خوشالی او باور په ملی تلویزیون او دهغه پر خپرونو لا پیاوړی شی.
دملی تلویزیون ښاغلو چارواکو ته له لو یه خدایه په چارو کی لا بریالیتوب او خوشلی غواړم .
په درنښت
پوهنمل حبیب زی
المان ،فرانکفورت 12.01.2008