دننگرهار ولایت: نن دوږى دمياشتي په ۲۶ نيټه، دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالي دتريلۍ، دولت زى او ايديا خيل دښوونځيو نوى جوړى شوى ودانى دنوموړو ولسوالي دپوهنى مسئولينو لخوا په داسى حال كى چى دسيمى قومى مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون درلود دپټى په پريكولو سره پرانيستل شوى.
د نوموړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی دپوهنى وزارت دپرمختيايي بودجى ځخه د ۸۳۰۶۵۲۱ افغانيو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړشوى، چی د هريو ښوونځی و دانۍ به ۶ درسی ټولګى، ۳ ادارى خونى، ۸ تشنابه، دابو څښكلو څاه او نور ضروري ملحقات لری.
ديو بل خبر له مخى دننګرهار ولايت دبهسود ولسوالي دمحمدى صاحب زاده ليسى دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره دنوموړى ولسوالى دپوهنى مسئولينو لخوا كيښودل شوه.
د نوموړو ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی دپوهنى وزارت دپرمختيايي بودجى څحه د ۶۴ زره امريكايي دالرو په مجموعى لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړيږى، چی ۸ درسی ټولګى، ۴ ادارى خونى، ۸ تشنابه، دابو څښكلو څاه او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونی وړده چی د ياد شويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړى ښوونځيو د زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه