کور / تازه خبرونه / بلخ : د ملي پيوستون ۱۵ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي شوې

بلخ : د ملي پيوستون ۱۵ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي شوې

(١١ ) پروژی گټی اخستنی ته چمتو شوی

د کليو د بيارغونی اوپراختيا وزارت د ملی پيوستون پروگرام(١١) پروژی پدی وروستيو کى دبلخ په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپارل شو ی.

د دی ولايت دملی پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی ديوه ټولنيز مرکز جوړول ، ددريو پل گوټيو جوړول، د(١٦٩٠) مترو په اوږدوالى داوبو رسولو دشبکى غځول ، دڅښاک داوبو د(١٣)څاگانو کيندنه ، او په هغو دلاسى بمبو نصبول ، دبرښنا دتوليد دشبکى غځول او دښځو لپاره دخياطى او غالى اوبد لو دکورسونو دايريدل شامل دى .

يادي شوي پروژي دبلخ ولايت د شولگره ، کلدار ، خلم ، زارع او شور تيپه ، په ولسواليو کى د (٨٧٠٠٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پاسه (١٩٦٣) کورنی ترينه گټۀ اخلی .

(٤ ) نوري پروژی گټی اخستنی ته چمتو شوی :

د کليو د بيارغونی اوپراختيا وزارت د ملی پيوستون پروگرام(٤) پروژی پدی وروستيو کى دبلخ په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپارل شو ی.

د دی ولايت دملی پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی ديوه ټولنيز مرکز جوړول ، دڅلورو پل گوټيو جوړول، د(١٦٩٠) مترو په اوږدوالى داوبو رسولو دشبکى غځول ، دڅښاک داوبو ددوه وو څاگانو کيندنه او په هغو دلاسى بمبو نصبول شامل دى .

يادي شوي پروژي دبلخ ولايت خلم ، شور تيپه ، په ولسواليو کى د (٣٧٤٩٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پاسه (٧١٥) کورنی ترينه گټۀ اخلی .