کور / تازه خبرونه / د کوچیانو امریت د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کوچیانو امریت د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

دوږي په ۲۴ مه دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې دکوچیانو دامریت دبنسټ ډبره دکوچیانو دخپلواک ریاست دپرمختیايي بودجې څخه د(۸۲) لکه افغانیو په ارزښت د میدان وردګ ولایت محمد حلیم فدایي او دکوچیانو خپلواک ریاست ریس محمود سلیمانخیل لخوا کیښودل شوه.

ددغه ودانۍ دبنسټ ډبرې ایښودلو پر مهال دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي وویل سره ددې چې کو چیان دهېواد په کرنه او صنعت کې رغنده رول لوبوي خومتاسفانه تراوسه دکوچیانو دستونزو او مشکلاتو دحل په اړه دپام وړ ګامونه نه دي اخیستل شوې، زه هیله لرم چې ددغه ودانۍ په جوړیدو سره به دکوچیانو ستونزې حل او ددې په جوړښت سره به د دوۍ دټولینزو فعالیتونو دترسره کولولپاره یومیکانیزم رامنتځه شي او موږ به هڅه وکړو ترڅو دمرکزي حکومت او دکوچیانو خپلواک ریاست په مرسته شته ستونزو ته دپای ټکې کیږدو.

ورپسې دکوچیانودخپلواک ریاست ریس محمود سلیمانخیل هم ددغه ودانۍ جوړیدل دکوچیانو دچارو دانسجام لپاره مهم وګڼل هغه زیاته کړه چې کوچیان هم دنورو قومونو په څیر مساوي حقونه لري، خو هغه اسانتیاوې او امکانات چې نورو قومونو ته ورکول کیږي متاسفانه کوچیان ترې محروم دي،خو داډول پرانیستې موږ ته زموږ دحقونو په اړه نوې هیلې او امیدونه راکوي.

دیادونې وړه ده دغه ودانۍپه (۲۰۰۰) متره مربع ځمکه کې د (۱۴) کارخونو،دوه دساتنې خونو،چهاردیوالي،ژورې او دسیپټیک څاګانې او نورې استانتاوې لري دیاد ریاست د(۸۲) لکه افغانیو په بودیجه په لسومیاشتوکې دشمع خیل شرکت لخواپه یو پوړ کې په پاخه ډول جوړیږي.