په لومړي ځل افغانستان د لوبو په ډګر كې نړيوال جام ته لار پېدا كړه.
تېره ورځ د نولس كلنو څخه ټيټ عمر لرونكو د افغانستان كركټ لوبډلې په کاناډا كې روانۍ سيالۍ چې افغانستان په دې سياليو كې له ايرلېند او كاناډا پرته نورو ټولو لوبډلو هانګ کانګ، هالنډ، پي اين جي، سيراليون، يوګنډا، وناټوا او د امريکا متحده ايالات ته ماتې وركړه. په كاناډا كې د افغان كركټ لوبډلې مرستيال مدير ولي امين د ټليفون په ليكه خبري رسنيو ته ويلي، چې د ځوانانو ملي لوبډله په دغو سياليو کې په ټوليزه توګه وستايل شوه او زياته يې کړه، چې دې لوبډلې له نهو سياليو څخه اوه سيالۍ وګټلې او دويم مقام يې ترلاسه کړ، ايرلينډ چې د کاناډا په سياليو کې يې اته لوبې ګټلې وې، لومړى مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې د کاناډا د سياليو له لسو لوبډلو څخه لومړيو شپږ و لوبډلو د راتلونکي کال د ځوانانو نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.
په دې لوبډلو کې د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډلې تر څنګ، ايرلينډ، کاناډا، امريکا، پي اين جي او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.
د کرکټ د ځوانانو نړيوال جام ټاکل شوې ده، چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې په نيوزيلينډ کې ترسره شي.
تر دې د مخه د افغانستان كركټ ملي لوبډلې سره له دې چې نه وه توانېدلى چې نړيوال جام ته لار پيداكړي، خو بيا هم د نړېوال يوه ورځنۍ لوبو مقام (International One day Statues) په تر لاسه كولو سره زموږ هېواد ته لويه بريا راوړې وه. د افغانستان د كركټ د ځوانانو د لوبډلې دغه بريا د ټول هېواد د سرلوړۍ لامل شوى دى.
سره له دې چې په سنتي ډول سره فوټبال په افغانستان كې د ټولو د خوښې وړ لوبه ده، خو داسې ښكاري چې كركټ د هرې ورځې په تېريدو سره د فوټبال ځاى نيسي او خپل ليدونكي او خوښوونكي زياتوي.
ښايي لامل يې هم دا وي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله تر اوسه نه يوازې هېڅ ډول بريا او روښانه نوم افغانستان ته نه دى ګټلى، چې ان بهرنيو هېوادونو ته د سفر پر مهال د ملي لوبډلې د غړو په څو وارې تښتېدو سره يې د سپورټ په ډګر كې د افغانستان حيثيت ته تاوان رسولى.
بل دا چې هغه چې وايي چې “كركټ د ښاغلو لوبه ده” (Cricket is the game of gentlemen) ښايي رښتيا وي. سره له دې چې زه په خپله هم د فوټبال مين يم خو د افغان ملي لوبډلې په څو وارې تښتېدو سره له فوټبال څخه يو څه ناهيلى شوم. د فوټبال ملي ټيم زياترو لوبغاړو تل له فوټبال څخه لويديځو هېوادونو ته رسېدلو لپاره ابزاري ګټه پورته كړې ده، نه دا چې له دغه لوبې څخه چې په هېواد كې تر ټولو لوبو زيات مينه وال لري او د دولت له خوا هم ورته تل پاملرنه شوې ده، د هېواد د نوم روښانه كولو په لار كې ګټه پورته شي. برعكس كركټ چې ډېر لنډ تاريخ زموږ په هېواد كې لري او زياتره لوبغاړو يې دغه لوبه د مهاجرت پر مهال زده كړې، تر اوسه په كراتو د هېواد نوم په ځلېدونكي ډول نړۍ ته رسولاى.
افغانستان تر جګړو د مخه او د لنډ مهالې ادارې راوروسته په هغو لوبو او سپورټونو كې چې زياتره انفرادي بڼه لري، يو لړ برياوې لرلې دي خو كركټ هغه يوازينۍ لوبه ده چې سره له دې چې په جمعې او ډلېيزه توګه ترسره كېږي، افغانستان ته يې بريا په برخه كړې ده او افغان لوبډلې په كې ښې ځلېدلې دي.
دا سمه ده چې انفرادي برياوې او لاسته راوړنې هم خپل ځاى لري خو هغه څه چې افغانان ورته ډېره اړتيا لري هغه ډله ييزې برياوې او لاس ته راوړنې دي. افغانان بايد د كركټ په څېر په نورو برخو كې كه اقتصادي دي او كه كلتوري او ټولنيز او يا هم ادب او هنر، جمعي لويې لاسته راوړنې ولري.
د افغانانو د هر راز پرمختګونو، وړتياوو، او لاسته راوړنو په هيله !
د کاناډا د کرکټ سياليو انځورونه :