کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې دخپریدونکو ورځپاڼو د ننني بحث اساسي موضوع هم د افغانستان انتخابات ، روانه امنیتي وضعه او د ځوانانو ستونزې جوړوي.

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال د ورځپاڼو دا تبصرې په لاندني مطلب کې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د اوباما د روانو سیاستونو په اړه د امریکا د کانګرس اندیښنې راخستي او د ځینو سناتورانو په حواله يې لیکلي ، چې واشنګټن باید په افغانستان کې د جنګ د دوام مخنیوې وکړي او د نورو سرتیرو د لیږلو پر ځاې د افغان ځواکونو روزلو ته پام وکړي.

خو ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا دا لیکلي دي، چې امریکا له افغانستان نه د وتلو طرحې غیر جدي بولې، ورځپاڼه هغې علت دا ښۍ، که چیرې بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي نو وسلوال به بیا افغانستان ته راشي او د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې به بیا خواخوږۍ ومومي.

ویسا پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې د ځنډ لپاره د انتخاباتو پر خپلواک کمسیون ځینو هغو فشارونو ته ګوته نیولي، چې د لیکونکي په باور هدف يې د رایو د نتایجو بدلول دي.

ورځپاڼې په دوام کې د بهرنیو ځواکونو د خپلسریو پر وړاندې د ولسمشر کرزي د دریځ ننګه کړې او هغه يې د افغانانو د ارادې څرګندوی بللې.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د شویو انتخاباتو په اړه د ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو روان دریځ څیړلې او لیکلي دي، چې انتخابات یو قانوني بهیر دې او دغه کړۍ دې خپل فرمایشو پرې نه تپي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې بیا دا پوښتنه کړې، چې د انتخاباتو پایلې ولې پرون اعلان نشوې، ددې علت تخنیکي ستونزې وې او که بهرني فشارونه؟

په ورځپاڼه کې هغو هڅو ته هم کتنه شوې، چې د یو ائیتلافي حکومت د جوړولو لپاره روانې دي او لیکل شوي ، چې نړیواله ټولنه دې پر افغانانو د ائیتلافي حکومت د تپلو هڅه نه کوي.

په ورځپاڼه کې د افغان کابینې د پرونۍ غونډې ځینو پریکړو ته هم اشاره شوې او لیکل شویدي، چې په غونډه کې د کندز، بغلان او خوست د امنیتي ستونزو د حل سپارښتنه وشوه.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر د امنیتي سلاکار وروستیو څرګندونو ته په اشارې ، د هغه دا خبردارې يې راخستې ، که چیرې لویدیځ هیوادونو په دغه کې روان تاوتریخوالې کنټرول نکړي نو د پخواني شوروي اتحاد له برخه لیک سره به مخ شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان ځوانانو شته ستونزې ژړلي، چې د ورځپاڼې په وینا له بې کارۍ، لوږې او بیوزلۍ نه سرچینه اخلي او لیکلي دي، چې بهرنۍ کړۍ د افغان ځوانانو له دغو مجبوریتونو نه پداسې ډول ناوړه ګټه اخلي، چې کله نه کله ددوی د ژوند په بیه هم تمامیږي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ملي شورا کې د وکیلانو د غیر حاضرۍ مسئله څیړلې او هغه يې د ولس د غوښتنو په خلاف عمل بللې دې.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې ځنډ تر پوښتنې لاندې راوستلې او پدې ترڅ کې په افغانستان کې د شویو انتخاباتو په اړه د ځینو هیوادونو دریځ غندلې دې.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د هیواد روانې امنیتي ستونزې څیړلي او د لویدیځ د هڅو ناکامۍ ته يې په اشاره لیکلي دي، چې د شتو امنیتي ستونزو د حل یوازنۍ لار د افغان ځواکونو پیاوړې کول دي.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د وسلوالو فعالیتونه څیړلي او پدې ترڅ کې په دغه هیواد کې د ازبک وسلوالو موجودیت د سیمې د امنیت لپاره یو ګواښ بللې دې.

ورځپاڼې د خپل تبصرې په دوام د پاکستان د مشرانو جرګې د یو غړي په حواله لیکلي دي، چې اوس مهال په وزیرستان کې شاوخوا پنځه زره ازبک وسلوال موجود دي، چې نه یوازې د پاکستاني پوځ په خلاف جنګیږي بلکه افغانستان ته هم د ورانکارو فعالیتونو لپاره تګ راتګ کوي.

ورځپاڼې په عینې حال کې پخپل کارټون کې د طالبانو په وړاندې د پاکستان سیاست انځور کړې او پکې دا ښودل شوې، چې دغه هیواد لا هم له دوه مخې سیاست نه کار اخلي.