د پاکستان کراچۍ په ښار کې د وړیا خوراکی موادو د ویش په مهال د رامنځته شوی ګډ وډۍ په نتیجه کې شپاړلس کسان مړه شوي دي ـ په مړه شویو کسانو زیاتره ښځې دي ـ یاده شوه پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د کراچۍ ښار په جوړیا بازار کوړي ګارډن سېمه کې د یو بډایه سړي چودري افتخار له خوا وړیا خوراکي توکي ویشل کیدل .د کراچۍ د لوی روغتون سول هسپتال ډاکټرعباس انصاري خبریالانو ته وویل چې تراوسه هسپتال ته شپاړلس مړي وروړل شوي دي چې پکې څوارلس ښځې او درې ماشومان دي ـ د کراچۍ د پولیسو مشرحنیف مېمن د پېښې په ځایې کې خبریالانو ته وویل چې په دغه بدمرغه پېښه کې ټولټال شپاړلس مېرمنو اودوه ماشومانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی ، ده دا هم وویل چې راشن ویشونکی افتخار پولیسو نیولی دی ـ
د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي مېمن زیاته کړه چې دغه وړیا خوراکي توکي هرکال د روژې مبارکه میاشت کې بې وسه خلقو ته ورکول کیږي او هیڅ یو کال خوراکي توکي ویشونکو د حکومت څخه د نظم ساتلو کې د مرستې دپاره هیڅ خواست نه دی کړی ـ
ده زیاته کړه چې د خوراکي توکو د ویشلو په وخت نزدې څلور سوه غریبانان موجود وو چې هر یو یې هڅه کوله باید خپل وار مخکي کړي ، په دې هڅو کې ټېل ما ټېل جوړ شو چې په فایله کې یې دغه پېښه رامنځته شوه ـ
د پېښې یو عیني ګواه الله دته لر او بر ته وویل چې دخوراکي توکو د ویشلو په مهال ویشونکو بریښنا قطع کړه چې د هغې په وجه په درې فټه تنګه کوڅه کې ولاړو خلقو ساه ګانې بندې شوې ،شور او زوګ جوړشو او بیا هغه څه وشول چې تاسو یې پخپله وینئ ـ