د سلام فرهنګي ټولني اعلاميه
له بده مرغه خبر شوچي ليكوال او شاعر عبدالله جان ملتيار له تېرو څو ورځو راهيسې لادركه دى، ملتيار د كوټې ښار لوېديځ لوري ته د خروټ اباد په پښتون باغ نومي ځاى كې ژوند كاوۀ او د تېرې شنبې په شپه ناڅرګندو كسانو له خپله كوره په مرموزه توګه تښتولى دى.
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې د کوټی ښار د امنيتی مسؤلينو څخه په کلکه غوښتنه کوي چي ښاغلی ملتيار دي ژر تر ژره د دې ناڅرګند حالته و ژغوری ، کورنی ، دوستانو او فرهنګي ملګرو ته دي يې د خلاصون ډاډ ورکړي.
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
يادونه : د دې اعلاميې انګليسی متن يونسکو او په بلجيم کي د اروپايې ټولني مرکز ته هم ليږل شوېدی.
لويه او جدي هیله ! – دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه
دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له ټولوګرانو شاعرانو، فرهنګیانو او فرهنګپالو ملګرو څخه دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه هیله کوي چې زموږ د پیاوړي او خوږ اواز شاعر ملګري، عبدالله جان ملتیار دخلاصون لپاره لازم اقدامات وکړي ، دسولیزو لاریونونو په وسیله دپاکستان حکومت دې ته اړباسي چې زموږ شاعر ملګری را پرېږدي .
دمالوماتو له مخې ښاغلی ملتیار دشنبې په ماښام نا اشنا مول وهونکوکسانو له خپل کورڅخه نا مالوم ځای ته وړی چې ګمان کیږي دای .ایس . ای لخوادا کار شوی وي .
موږ په بلوچستان کې خپل ګران شاعر ان او فرهنګیان دې ته رابولو چې له بل هرچا څخه دمخه دوی د ښاغلي ملتیار دخلاصولوهڅې پیل کړي .
ما محمدامین بسمل ددې دردوونکې خبر له اورېدو سره سم زموږ دکولتوري ټولنې په استازیتوب دپاکستان له سفارت سره چې به برلین کې موقعیت لري تیلیفوني اړیکه ونیوه، دخپل شاعر ملګري دخلاصون هیله مې
ورڅخه وکړه د دې په څنګ کې مې دا هم ورته ووېل چې که کومې مظاهرې په کوټه اویا نورو ښارونو کې کیږي دهر ډول ناوړو پایلو پړه به یې دتاسو دحکومت پرغاړه وي .
همداراز مو ورته روښانه کړه چې زموږ دپېژندګلوي له مخې ښاغلی عبدالله جان ملتیار یو تکړه شاعراوقلموال
ملګری دی هغه یو بې بدوکس او له چا سره دښمني نه لرله خوکه ستاسو ادارې په کوم سیاسي توربیولی وي نو دمدارکو له مخې دې ورسره قانوني چلن وکړي او کورنۍ ته دې ډاډ ورکړي چې ژوندی او له موږ سره دی .
یادونه :
که زموږ شاعر ملګري او فرهنګیان د ښاغلی عبدالله جان ملتیار په خلاصولو کې ناغېړي وکړي نو باور مو وشه چې نور به هم درڅخه کم کړي .
په جرمنی کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب
له تاند ویبپاڼې څخه په مننه – محمدامین بسمل
شاعر او ليكوال عبدالله جان ملتيار ناڅرګندو كسانو تښتولى دى.
تاند ویبپاڼه (خبريال) ليكوال او شاعر عبدالله جان ملتيار له تېرو څو ورځو راهيسې لادركه دى، ملتيار د كوټې ښار لوېديځ لوري ته د خروټ اباد په پښتونباغ نومي ځاى كې ژوند كاوۀ او د تېرې شنبې په شپه ناڅرګندو كسانو له خپله كوره په مرموزه توګه تښتولى دى.
د ملتيار د كورنۍ غړي وايي د شنبې په ماښام ناوخته څو تنه په موټر كې د دوى كور ته ورغلل، د كور دروازه يې ور وټكوله او ملتيار ور و ووت، له هغوى سره يې خبرې كولې او هغوى ته يې د څښلو اوبه هم ور ايستلې، خو وروسته ملتيار بيرته كور ته ور ستون نه شو.
د ملتيار يوۀ ګاونډي د نوم نه ښوولو په شرط راته وويل چې هغه كسان چې د ملتيار كور ته ولاړ وو، د دۀ سترګې يې ور وتړلې او بيا يې موټر ته پورته كړ. د ځينو مالوماتو له مخې دغه كسان چې په ساده جامو كې وو، وروسته له هغه چې د ملتيار پر سترګو يې توره پټۍ ور وتړله، د هغه كور ته هم ور ننوتل او د تالاشۍ پر مهال يې له كوره يو توپك هم تر لاسه كړ او له ځانه سره يې يووړ. همدارنګه ويل كېږي چې خپله له ملتيار څخه يې هم يوه توپنچه تر لاسه كړې ده.
د ملتيار د كورنۍ وګړي او خپلوان وايي داسې احتمال كېږي چې نوموړى به د پاكستان استخباراتي ادارو وړى وي خو له هغې شپې راهيسې چې نوموړى ترى تم شوى دا لا څرګنده نه ده چې نوموړى به چا، چېرې او د څه لپاره وړى وي؟.
عبدالله جان ملتيار په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په هرات ولايت كې يوه دولتي وظيفه هم لرله خو په دې وروستيو كلونو كې يې په كوټه كې يواځې ادبي كارونه پر مخ بېول او يواځې له شاعرانو او ليكوالو سره يې ناسته ولاړه كوله.