څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو وسلوالو ځواکونو د کندز ولایت د چاردرې په والسوالۍ کې په ملکې وګړو هوایې بمبارې وکړه چې په ترڅ کې یې د سلو څخه زیاتو ملکې وګړو ته مرګ ژوبله واوخته. دخبری رسنیو په حواله د دې بمبارۍ قومانده د جرمنې د دفاع وزارت ورکړې وه او کله چې ثابته شوه چې د دې بمبارۍ ټول قربانیان ملکې وګړې دي، نو نوموړي مقام بیا هم د خپل موقف څخه دفاع کوله. که چیری د یو بل هیواد له خوا د جرمنې په خاوره او وګړو یې دا شان حمله تر سره شې، ایا د جرمنې حکومت او ولس به بې تفاوته پاتې شې؟
دلته مې د یوه لیونې قصه را یاده شوه چې نوموړې به همیشه د خپل مشر ورور له خوا د تهدید او فشار لاندې وو او کله نا کله به یې د کلې نایې (سلمانې) ته د سر د ویښتانو د اصلاح لپاره ور واسته او دده د سر ویښتان به یې د خپلې خوښې او علاقې مطابق جوړول. یوه ورځ لیونې د خپل ورور د دې چال چلند څخه ډیر په تنګ شو او ویې ویل چې (سر زما او واک د لالا) او سمدلاسه د نایې له ټغر څخه د احتجاج په توګه پورته شوه او خپل مخالفت یې د دا ډول چال چلند سره اعلان کړ. تر دې ورسته به د لیونې ورور دده سره دده د ژوندانه په اړوندو چارو کې مشوره کوله او د ژوند چاري به یې په ډیره خوښۍ پر مخ تللې.
نو زه وایم چې هیواد زمونږ او واک یې د جرمنې! نه، نړیوال دې خبر وي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دې او د دې کور واک یوازی افغانان لري. په دې خاوره کې د بهرنیو له خوا د هر ډول حرکت د تر سره کولو وړاندی باید د افغانستان حکومت سره هم غږې وشې او تر څیړنې ورسته یې دا فغانانو له خوا د پلې کیدو اجازه ورکول شې. او د هر ډول په خپل سره عمل په وړاندې باید د هر چا سره قانونې چال چلند وشې، که نه نو افغانستان به په راتلونکې څو کلونو کې په کنډواله بدل شې او په ټول هیواد کې به یوه انسانې فاجعه رامځته شې. د دې خبري د سپیناوي او ثبوت لپاره غواړم چې دا لاندی شننه دګرانو هیوادوالو سره شریکه کړم.
د روان کال د روژی مبارکې میاشتې د پیل په ورځو کې یوه چاودنه په کندهار کې وشوه چې په ترڅ کې یې د سلو په شاو خوا کې افغانانو ته مرګ ژوبله واوخته، تر دې څو ورځې وړاندې بله چاودنه په کابل کې د ملي رادیو تلویزون تر څیرمه تر سره شوي وه چې په ترڅ کې یې د څلویښتو په شاو خوا کې افغانانو ته مرګ ژوبله اوختې وه، د همدغې چاودنې څخه فقط څو ورځې وروسته یوه بله چاودنه په کابل کې د کابل جلال اباد په سرک د باګرام د نوي سرک تر څیرمه تر سره شوه چې په ترڅ کې یې د څلویښتو څخه زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله واوخته، ورپسې د لغمان په ولایت کې بله چاودنه ترسره شوه چې په ترڅ کې یې یو ځل بیا د څلویښتو څخه زیات افغانان قربانې شول او څو ورځې وړاندې د کندز ولایت د چاردرې په ولسوالۍ کې د ناټو له خوا هوایې بمبارۍ تر سره شوي چې په ترڅ کې یې د سلو څخه زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله واوخته. د پورته ذکر شویو ارقامو مجموعه ۳۲۰ انسانان.
دغه راز په هیواد کې د ډول ډول خبري رسنیو په حواله د روژی مبارکې میاشتې د پیل څخه را په دې خوا د هیواد په بیلا بیلو برخو کې لکه هر یو کندهار، هلمند، روزګان، فراه، قلات، پکتیکا، غزنې، خوست، لوګر، کنړ، کندز، بغلان، فاریاب او بادغیس کې تر اوسه پوری د سلو په شا او خوا کې افغانانو ته د نیغ په نیغه ځمکنیو جګړو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوختې ده. اوس نو که وکتل شې د ۱۷ ورځو په ترڅ کې په ټول هیواد کې ۴۲۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوختې ده او د ساده حساب له مخې په اوسط ډول هره ورځ په هیواد کې ۲۵ افغانان په هیواد کې د روان تاو تریخوالې او ناورین له امله مړه شوي دي.
د پورتنې حسابې اوسط له مخې به په هر کال کې ۹۱۲۵ افغانان خپل ژوند د لاسه ورکوي او په راتلونکې ۵ کلونو کې به لږ تر لږه ۴۵۶۲۵ افغانان مړه کیږې. او دا چې هر وګړې د یوي کورنۍ پوري تړاو لري او د مدنې ټولنو د احصایو له مخې په افغانستان کې هره کورنۍ په اوسط ډول د ۷ وګړو څخه جوړه ده نو ۳۱۹۳۷۵ افغانان به په پورته ذکر شوی موده کې د ارامه اوسوکاله ژوند د نعمت څخه بې برخې کیږې. دا وګړي به نالوستې پاتې شې، د بشري ځواک کچه به په هیواد کې راټیټه شې او د اړتیا په صورت کې به حکومت دې ته اړ وي چې د بهرنیو هیوادو څخه په لوړه بیه بشري سرچینې تر لاسه کړې، خلک به د نفقې پیدا کولو لپاره هر ډول جنایې جرمنو ته لمن وهې او د پردیو له خوا به د هیواد د ملي ګټو په ضد په ډیره اسانۍ سره استعمالیږي، او دغه راز د نوری نړۍ د تمدن خلاف به په افغانستان کې یوه انسانې فاجعه د تل لپاره رامنځته شې.
د اوس لپاره دا لیکنه د عبدالبارې جهانې د اوسنې شعر په دې مفهوم سره چې وایې (افغانانو رابیدار شې بیړۍ ډوبیژې) پای ته رسوم.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.