کور / تازه خبرونه / د تركيى هيواد د بيارغاونى تيم د يوشمير لومړنيو توكو مرسته وكړه

د تركيى هيواد د بيارغاونى تيم د يوشمير لومړنيو توكو مرسته وكړه

د میدان وردگ ولایت: نن د وږى د مياشتى په ۲۳ مه نيټه، د ميدان وردك ولايت د تركيى هيواد د بيارغاونى تيم لخوا ددى ولايت د پوهنى رياست د مامورينو سره د يوشمير لومړنيو توكو مرسته وكړه.

په دى توكو كى راديو، نوت كتابچه، د سفر كاسه، د ښوونځى بكس، د ښوونكو بكس، د لومړنيو طبي مرستو بكس، دحمام بكس، قلم او كتابچه شامل دى.

په دى ولايت كى د تركيى د بيا رغاونى تيم د مرستى مسئول انجينر محمد صديق ابدالى وويل چى د دوى د مرستى لړى به دپوهنى د رياست سره دوام ومومى.

د يادونى وړه ده چى دتركيى دبيا رغاونى تيم په دى ولايت كى دپوهنى رياست ديو شمير پروژو د رغونى چارى پر مخ بيايي.