منطقي خبره هم دا ده، چي کله دښمن ورک شي، جنګ ګران شي. خلک پر ورکو لارو د يو تصوراتي هدف په لور سفر پېل کړي. پښتون په ټولنيزه توګه نن په يو داسې پړاؤ ولاړ ښکاري، چي د يو بربنډ دښمن د ليدلو له توانه هم لوېدلی دی. پرون مبارزه ډېره اسانه وه، ځکه چي دښمن معلوم وو. فکر کوم، د پښتنو په تاريخ کي به باچاخان لومړنی قامي مشر وو، چي پښتنو ته يې خپل دښمن په ډېر څرګند ډول په ګوته کړ. ځکه نو هغه وخت په تحريک او سياست کي د جذبې او قربانۍ يو انقلابي رجحان موجود وو. باچاخان په پټو سترګو خلک په ځان نه وو پسې کړي بلکې هغه د يو فکري انقلاب کوشش کړی وو. هغه د خپل فکر او تحريک د مقصد پېغام هر ذهن او زړه ته رسولی وو او په شعوري توګه یو سفر روان وو.
خو نن په دې ساينسي دور کي د تېز رفتارې مېډیا لرلو باوجود زموږ په سياسي تحريک کي د خلکو نظرياتي او فکري برخه تر حېرت انګيز حده پورې کمه ده. د سياسي ربط او پوهېدني نېستي ده. نن په داسي حال کي چي پښتون د ځانوژني د پړاؤ نه راتېرېږي او د سر د بقاء سوال ورترغاړې دی، په لر اوبر افغان کي داسي څوک کم په نظر راځي ، چي ددې بنيادي مسئلې جرړو ته دي په علمي توګه ځان ورسوي.
په داسي حال کي چي زموږ د قامي تحريک په پس منظر کي د لوی افغانستان د دېرش کلني غميزې تجربه پرته ده. خو بيا هم خلک نه پوهېږي چي جنګ د چا دی او د چا خلاف دی؟ آن دا چي ځينې “سترګور” خو د افغانستان او پښتونخوا حالات يو د بل نه جدا ګڼي. حال دا چي دا ديو وجود په ضد روانې دسيسې او دوسيې دي.
لر و بر افغان دېرش کلن جبر او جنګ زغملی دی. امن ته زښت اړتيامن ليدل کېږي. خو امن لاس ته راوړل څه اسانه خبره هم نه ده. تر څو چي د جنګ عوامل نه وي لټول شوي، تر هغو پورې د امن د تامين د باوري کولو پروسه نه شي بشپړېدای.
د مستعمرې پښتونخوا سياست ګڼې بدخوندۍ او بد بختۍ په برخه لري. په سياست کي د محکومو پښتنو رول بېخي د اطمينان نه دی. سياسي قيادت زيار باسي چي د پښتنو د سر بقاء یقيني کړي او له دې دوزخي حالاتو نه د خلاصون يوه لار ولټوي. خو په دې هکله د پښتنو قاميcontribution بېخي ناتوانه دی. مشران مي موقف لري، چي خبره د سر دبقاء ده. د يو سر د بچاؤ لپاره که د يو سياسي مصلحت نه هم کار واخيستل شي، تاوان نه دی. وخت او د وخت مصلحت تاريخي جبر وي. د ا جبر به د سياسي مبارزې په بېلابېلو پړاؤنو کي کله نا کله منل وي. خو دا په داسي شکل نه چي سړی دي دښمن ورک کړي يا دي قامي سوالونه له پامه وغورځوي.
زه پوهېږم چي زموږ سياستونه د نوي مصلحت انګېز سياسي کلچر په تناظر کي په داسې پوزيشن کي نه ښکاري چي د خپل سياسي هدف څرګند تعين وکړي. که څوک د امن قايمولو او د سر د بقاء خبره کوي، نو له قامي مسايلو سره خو يې يو تعلق جوړېږي. مګر رښتيا وايم، دا په لاهور کي د انصاف غوښتلو کیسه مي تر اوسه پورې ذهن ته پرېنوته. د سياسي موقع پرستۍ د اوج نکته ده، چي چرته د جذباتيت او عقيدت رجحان زيات وي، هلته مي د يارانو د “نمايشي سياست” او “خيالي قام پرستۍ” اوښ ډډه وهلې وي. دا ناممکن امر دی چي که چاته د زرغونپوښو اجرتي مېډیا زيات کورېج ورکوي، هغه به د خلکو پر زړونو او ذهنونو هم واکمن وي. موږ په يوه عجيبه وړه دنيا کي اوسو، کله چي د ټي وي پر پرده په لاهور کي د خپل ګوند څو جنډې ووينو. باغ باغ شو، شخصيت پرستي راپکي پلنه شي، سخت دريځي راپکي قوي شي او ړوند عقيدت او بې سره جذباتيت مو نور وپارېږي، بيا به کوم د نر ځوی موږ په دليل او منطق پوهوي.
له موږ سره يوازې د ډنډه مارۍ ګنجايش پاتي شي، په جلسو کي ښکنځل کوو، جذباتي اخباري بيانونه ورکوو، سياسي تربورګلوۍ پالو، د چا په سرکوبي کي خپله سرلوړي لټوو او په مجموعي توګه سياسي غیر سنجيدګي خورو. خو چي خبره د سياسي ناستې پاستې او اتحادونو شي، بيا چي چا ته دښمن وايو، د هغه په قدمونو کي ځان خاورې کړو.
نن په سياسي تحريکونو کي د عوامو برخه د ذاتي مفاداتو د لالچ تر حده ده. هر سړي په ذهن کي د خپل ځانګړي هوس خيالي جنتونه رغولي دي، د باور او اعتماد نېستي ده، نظرياتي خلک ګوشه نشين دي، سياسي مېدانونه قبايلي غټ سرو نيولی دي، پر سټېجونو سياسي شوکماران قابض دي او بداخلاقي او بې شرمي اسمان ته غاړه اوږدوي. د قامي سوالونو خبرې کوو، خو په زرو کي به راته يو سړی د يو قامي سوال تشریح ونه کړي او نه به ددې سوال د ځواب فارموله راپه ګوته کړي. سياسي کارکنانو مو په تبليغي توګه څو خبرې په ذهن کي رټه کړي دي، هر هر سړی مو سياسي نقاد دی، په لارو او کوڅو کي مو تنګوي او ډنډه مارۍ ته مو لمسوي. کتاب لوستل راپکي دود نه دي. ځکه چي کتاب سترګور پېدا کوي، سترګور د ړانده سياست په مخ کي خنډ ګرځي، د ړانده عقيدت نه انکار کوي او ړندې رهبرۍ ته د شک په نظر ګوري.
دا تېز رفتار ساينسي عصر دی. هره خبره عقلي او مدلل بنياد غواړي. موږ اوس هم ژوند په پيتاوي افسانو تېرو، د بابا ګانو د زرين تاريخ تذکرې کوو، د چا خړې لونګۍ او هسکې شملې ستايو، تقريرونو ته يې اوښکې نذرانه کوو. د مُلا په نيت مو نيت دی، د مُلا نيت د اقتدار دی، نيت د خټکي دی، په خوله لااله ده. د ټولو په زړونو کي غلا ده، اسلام اباد يوازينی هدف دی.
نن چي پښتون له يو دوزخي دښمن سره ښکر په ښکر دی، امن يوه جدي مسئله ده. اې اين پي شپه او ورځ لګيا ده، چي د امن تامين يقيني کړي. د اې اين پي رښتينی او امانتګر کردار د چا نه پټ نه دی. دا د پښتون قام د ژوند او مرګ پړاؤ دی. په دې کي د “بېت بازۍ” ګنجايش کم پاتې کېږي. مګر د سياست يو عجيب مېزان دی. د “مخالف” هر مثبت به په منفي معارفي کوې. د خلکو په ذهن کي به د غلط فهمۍ او تحفظاتو د پېدا کولو هڅه کوې. دا د سياست رنځورې رويې دي، چي په پښتنو کي بېخي واکمنې او پياوړې ښکارېږي. له پښتنو نه مُلايانو صاحبانو ړانده عقيدت مند جوړ کړي دي. تشدد او استبداد ته یې پاروي. دلته له پېړيو پېړيو جنګي نفسيات واکمن پاتي شوي دي. پر ذهنونو مو ټوپکسالارۍ او تورو راج کړی دی. په داسي حال کي چي د سر د بقاء مسئله بنيادي حثيت خپلوي. څوک دي چي په دې حواله د سنجيده سوچ کولو او مثبتې تګلارې خپلولو هڅه وکړي.ټول پر نان ايشوز د سياست څرخولو کوشش کوي، ټولو سترګې لاهور او افتخار چوهدري ته نيولي دي. چي اوس به د بدلون بڅرکي راوغورځي، د انصاف ډيوې به بلې شي، وږي به ماړه شي، تعليم به عام، اوبه به صفا او علاج به مفت شي. بيا به د قامي حقونو لپاره مبارزه کوو، قامي شناخت او قامي ازادي به اخلو.
د “منظور” او “نامنظور” دواړو نه خلک مايوس دي. هيچا ته سترګې نه اوړي. پارليمان په خپله د سياسي بې چينۍ په زلزله کي دی، دا به خلکو ته څه سکون او ارام ورکړي. په خلکو کي د مصلحت او مفاهمت نفسيات پلن شوي دي. هيڅوک مزاحمت ته زړه نه ښه کوي. هر سړی د ځان او ذات په خول کي بنديوان دی او ټولې بدمرغۍ او بدبختۍ د ځان د عملونو نتيجه ګڼي. عوامي شعور پست، لوېدلی او مايوس دی. د پارليمان او بايکاټ دواړو تګلارې د خلکو له مادي مسايلو سره هيڅ تعلق نه لري. هر دعوه د بې معنوعيت او بکواس چربه ده. نام نهاد لیفټ د انتهايي رايټ په غېږ کي ناست دی. هر څوک په يو نه يو شکل له امريت سره ډيل کوي. د سياست طبقاتي او نظرياتي بنياد مفلوج دی. تر اوسه کيڼ لاسو د انقلاب په نوم خلکو ته دهوکې ورکولې او اوس ورله قاضي او حميد ګل جمهوريت او انصاف ګټي. مګر د سياسي جماعتونو جذباتي کارکنان د هر بت هر امر ته ‘لبېک’ ويلو ته تيار دي. د انکار، شک او ضد جرأت څوک نه شي کولی، دا سياسي ګستاخي ده. يوه سخا پمنه او بدبوداره ذهني غلامي راج کوي. د محلونو د مفاداتو د تحفظ لپاره د جونګړو اوسېدونکي په پراخه کچه استعمالېږي.
په سياسي ګوندونو او ادارو کي هغه روايات په نيشت حساب دي، کوم چي د يوې جمهوري ټولنې په قيام کي مرسته کوي. طبقاتي امتياز د ژوند په هره څانګه کي اسمان ته غاړه اوږدوي. تخلیقي صلاحيتونه او علمي و ادبي اپروچ هيڅ ارزښت نه لري. دولت او سرمايه د سړيتوب معيار دی.
پښتانه نن د خپل تاريخ پر يو داسي پړاؤ ولاړ دي، چي د مرام او هدف هيڅ پته یې نه لګي. د پاکستان په بدبودار، فرسوده او پسمانده نظام کي د پښتنو راتلونکی روښانه نه ښکاري. نن تر هر دور زيات د لر و بر افغان د تصور خورولو اړتيا ليدل کېږي. خو ولي پښتون سياست د پاکستان په سياسي منظرنامه کي تحليل دی. موږ مايوسي نه خورو، خو ولي دومره نشاندهي ضرور کول غواړو، چي پښتانه د رنځورو سياسي رويو په ګرداب کي د خپلې ماتې په لور په بيړه روان دي. د تاريخ پر دې پړاؤ مسوولينو ته د خپلو مسووليتونو اداراک په کار دی.!!!
khanzamankakar.kakar@yahoo.com