کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : سیمه ییزې شوراګانې یو کلنې شوې

میدان وردګ : سیمه ییزې شوراګانې یو کلنې شوې

د وږي په ۲۲ مه

دمیدان وردګ ولایت اړونده ولسوالیو اته سیمه ییزې شوراګانې دتیر یوکال دکارونو دارزونې په موخه په مرکز میدانښارکې سره راټولي شوې د ټول ولایت په کچه دسیمه ییزوشوراګانو تقریباٌ ۳۰۰تنو په شمېر غړو دخپل تیریوکال دکارونو دارزونې په موخه د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکي ادارې داستازي په ګډون دولایت په جومات کې سره راټولی شوې .

دفرصت نه ګټې اخیستې سره دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي دخپلو تیرو۱۴ میاشتو لاسته راوړنې،راتلوونکي پلانونه او ننګونې یوه په یوه برخوالو ته وړنداې کړی،همدارنګه دمیدان وردګ ولایت والي دټولو شوراګانو دښو کارونو او په چارو کې د مرستو اومشورو څخه مننه وکړه او دلازیاتو مرستو او همکاریو ژمنه یې وکړه .

ښاغلي فدایي دمیدان مرکز سیمه ییزې شورا دټولو شوراګانو په پرتله لومړۍ دبهسودینو، جلریز، نرخ، چک، دایمیرداد او سیداباد په ترتیب سره ښې وارزوليو خو دمیدان وردګ ولایت والي شته ستونزو او ننګونو ته هم اشاره وکړه چې ځیني وخت دکارونو داجرا په وړاندې ستونزې راولاړوي.

په اخرکې دسیمې شوراګانو دمرکزي دفتراستازی جنرال بختوجان او د ایشیافونډیشن مرستندویه موسسی استازو دهرې ولسوالۍ دشورا غړي دکارونو دارزونې په موخه وپوښتل او دوی میاشتني امتیازات یې پر دوی ووېشل.