کور / شعر / غزل

غزل

څــه ښه دوران ووګـلـې سارى دې کابل کــــې نه وو
شين جبين خـال وو لادې سورځونډى کاکل کې نه وو


دتـصـــورددالانـــونومــــې مـېـلــمــه يـــي هـــــرځـــل
بل داسې ښکلى شـان حنانقش په منګل کـې نه وو


ستــاښه قامت ته خـوبو وړى وم بيده وم خيال کـــــې
بل دې ثاني وايم نيــږدې خواکـــې مـــحل کــې نه وو


سـتـاديـادونـويــادکـې ورک لادرک ښــــکــــارم نـــــــور
دغسې سترغوندې پرهرمــې پــه ګـوګـل کـــې نه وو


زه ستاتـصـويــرته غــږېــدم په مــاخـولـې ماتــــــې وې
بــس دضانې وهــلو ځـاى سـتـاپه وربل کـــــــې نه وو


دبنــګـړوشرڼګ دې وو شړنـګايــې وه ترنـګـا يـې ختــه
چې سرمې ايښى ووخالي ځاى دې څنګل کې نه وو


امين زى ستـابېــلتون پـاګـل کـړګـرېـوان څيـرې نشتــه
په غره کې نه ټـول مــې وکــوت په ځـنګـل کــې نه وو