دمیدان وردګ ولایت اړونده ریسانو لّپاره د پرمختیايي پلان ترسرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو .
دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د اړونده ریسانو لپاره د ولایت دپرمختیایي پلان( P.D.C) په اړه د (USAID.LGCD/SE) مرستندویه موسسی لخوا درې ورځني ټرایننګ پرانیستل شو .
دغه درې ورځني ورکشاپ په پرانیسته کې دولایت مرستیال علي احمد خاشع وویل داډول ورکشاپونه د معاصر منجمنټ او په چارو کې د شفافیت په اړه ارزښتمن دي چې له امله به یې اړونده ریسانو ته په کارونو کې اسانتیاوي برابرې کړي او د پرمختللي حکومتداري له لارې ښه امنیت راوستل به دکارونو دلومړیتوبونو څخه وي.
دیادونې وړ ده چې په دغه درې ورځني ورکشاپ کې به ریسانو ته دمعاصرمنجمنټ اساسات،دپروپوزل جوړونه او دلومړیتوب لروونکو پروژو به ټاکنه او انتخاب کې معلومات ورکړل شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه