کور / تازه خبرونه / كاپيسا : د عالي دارالمعلمين نوې ودانۍ پرانيستل شوه

كاپيسا : د عالي دارالمعلمين نوې ودانۍ پرانيستل شوه

دكاپيسا ولايت: دكاپيسا ولایت عالي دارالمعليمن نوى ودانۍ د جوړه ولو كار د روان كال د وږى د مياشتى په ۲۲ مه نيټه بشپړ او د پتى په پريكولو ګتى اخيستنى ته وسپارل شو.

هغه غونډه چى د نوموړى دارالمعلمين په انګړ كى جوړه شوى وه دكاپيسا ولايت والى غلام غوث ابوبكر په ګډون د پوهنى رئيس عبدالغنى هدايت، د دولتى ادارو يو شمير رئيسانو، د سيمى قومى مشرانو، استادانو او محصلينو ګډون درلود.

د نوموړى ودانۍ تعمير په پاخه او اساسى ډول په يو پوړكى د۲۰ جريبه دولتى ځمكى په ساحه كى دپوهنی وزارت دپرمختیایی بودجی څخه ۸۱ لكه افغانيو په مجموعي لګښت د۶ مياشتو په موده كى جوړ شوى، چى ۱۲ درسى ټولكى،۴ ادارى خونى، د احاطى ديوار، دجنراتور لپاره يو اتاق، د ساتونكو يو اتاق، ۳۲۰ دوه نفرى چوكى ، يو حلقه د ابو څښكلو څاه، ۵ تشنابه او نور ضرورى ملحقات لرى .

ديادونى وړده چى دكاپيسا ولايت په عالي دارالمعلمين كى اوس مهال ۷۱۶ تنه محصلين په زده كړه بوخت دى چى ددى جملى نه ۲۶۶ تنه يى داخل خدمت محصلين دى چى درسى چاريى د۵۰ تن استادانو لخوا پرمخ بيول كيږى.