د لغمان ځايي چارواکي خبر ورکوي چې تېره ماښام د دغه ولايت د تير ګړيو په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو يو ټانګ له يوه ملکي سراچه ډوله موټر سره ټکر کړی او پکې سپاره نهه تنه ولسي خلک ټپيان شوي دي. د لغمان دوالي وياند سيد احمد ساپي وويل چې د لغمان دعامې روغتيا په روغتون کې د ټپيانو درملنه روانه ده او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
بل پلو په ختيځ کې مېشتو ايتلافي ځواکونو ددغې ترافيکي پېښې له امله تر اوسه لا څه نه دي ويلي. څه موده مخکې هم په لغمان کې ديادو ځواکونو يو ټانک دسورلۍ له يوه موټر سره ټکر کړی و او پکې ناستو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.