کور / شعر / شاعران يو په نغمو يادوو خدای

شاعران يو په نغمو يادوو خدای






پيرمحمد کاروان


شاعران يو په نغمو يادوو خدای
ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای
خدای بلد کړو د توبو په ماتولو
غړپ کوو له پېمانو يادوو خدای
شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای
موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای
د ژوندون په ګوتو برګی تسپې وايو
هم په ورځو هم په شپو يادوو خدای
يم هيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
ستا له شونډو اننګو يادوو خدای
ايا تونه دې په سترګو کې موسکي دي
ستا له سترګو پښتنو يادوو خدای
موږ کاروان د لېونو ازادي غواړو
په کړۍ د زولنو يادوو خدای


زرلښته حفيظ
بشري جنايتونه

ته مې مينه ته مې ځان افغا نستانه
ته مې روح ته مې جانان افغا نستانه

هندوکش اوستا پاميرنه به ځاريږم
کنړسيندمې لوې جهان افغانستانه

ستادمينې خوږ نغمه مې په رګو کې
ته زما دعشق داستان افغانستانه

لروبر اوپښتانه ستا په نوم به وياړي
ته لوې کور دلوې افغان افغانستانه

ستاتاجک اوهزاره ازبک نه ځارشم
پښتون زړه ته مې ارمان افغانستانه

غم ځپلي ولسو نه دی قربان شم
لوړپامير د ښکلا بام افغانستانه

ننګيالي پرتا سرونه قربان کړي
ازاد اوسی په جهان افغانستانه

چې سينه کې حفاظت ستادکلام کړي
دي ستا ننګ ته په ميدان افغانستانه

غورځنګونه درقيب ته چې نظرکړم
برۍ ستا د وي مدام افغانستانه

دټوپک په خوله چې سوله درته غواړي
ورکهوي ستا ټول بچيان افغانستانه

بشري جنايتونه تاته *١ډير شول
په سلګوکې يم نالان افغانستانه

دری لسيزه ده دجنګ لمبوکې سوزی
ډيرشو ل قتل ستابچيان افغانستانه

دحفيظ ارمان به خوددرته سلګۍکړي
چې جنګونوکې شوې وران افغانستانه

په کندزکې دناټو بمباري او دافغانستان د۹۹غريبوخلکو شهادت ته اشاره ده

نېټه : ١٣ / ٦ / ١٣٨٨ | 2009-09-04

 


علم ګل سحر
خوب


علم ګل سحر
خوب
بیګا مې خوب لیدلی
ته وایه ښه
معنا یې مه راکوه
بیګاه مې نیمه شپه بیا خوب کې راغلې
له سرو ګلابو دې جامې جوړې وې
په ګریوانه دې ټکوهلي ستوري
دښاپیرو دملکې تاج دې پرسر وي
او له دنګې ماڼۍ
دوو ښایسته نجونو ته راز دخپل زړګي ووایې
یو څوک مین دی پر ما
بیګا مې خوب کې پر پالنګ راوخوت
بیګا یې دواړه شونډې ایښې وې ،
ما پرشونډو
دادواړه تورې ښایسته جینکۍ
له تانه نوم ستا دمین وپوښتي
خو ته یې نه ورښیې
هسې نه دوی یې نوم کوډې وکړي
زه تر ماڼۍ لاندې پخپلو غوږولاس کیږدمه
هسې نه نوم یې واورم
ستا دنیکمرغه مین
اوپه لومړي ځل مې په زړه کې کینه وټوکیږي
دمینې ځای ونیسي
زه څه شی نه اورم،
خو ستا په څیره وپوهیدم
چې په درنښت دې هغه نوم واخیستو
نجونې خندا سره په شا ولاړې شي
زه مې هم ګوتې له غوږو ایسته کړم
پیغلې په کټ کټ سره وخاندې
سوکه ووایي
هغه سحر هغه بې کسه
او بې وسه سحر!!؟
هغه ستا وړ کله دی
خو قلمونه ازلي دي
خوب دې وایي
چې به ستا شي اخر،
ته هم موسکۍ شې
دلمر وړانګې کړې راټولې
او پناه شې رانه
***
سهار دلمر وړانګو له خوبه ویښ کړم
او ستا پرځای دلمر شغلو راته کتل په مینه
ته خو دلمر له سترګې هم یرې یې
زما وستا ترمنځ دیوال و،دعمرونو اباد
زړه کې مې کرکه له دیواله وشوه
خو دکابل وران دیوالونه مې
دسترګو مخ کې ودریدل
چې دهوس لمبو ایره ایره کړل
بیا را په یاد شول ددیوال سیورې ته
ناست ماشومان
دهغو وینې کټ مټ ستا
دسورکو شونډو
دسره رنګ غوندې وې
نو
دیوال دې نه ورانیږي
که زه او ته هم سره لیرې یو
نو لیرې دې یو
د چا له سره ولې سیوری ورک شي
ښایي همدا هیله وه
یا به زه هم په مینه نه پوهیدم
نه پوهیږم
***
سهار ویالې ته ولاړم
چې مې رڼو اوبو ته خوب ووایم
اوبه هم ستا غوندې وي
بس راشي ،ولاړې شي
خوبونه هم په مخه یوسي
خو زه خبر نه ومه،
ویاله کې ټکی اوبه نه وې
چې دا خوب مې واوري
نو خوب مې تاته وایم
ته هم اوبو غوندې یې
خو اوبه ولاړې شي،
بیا نه راګرځي
او ته راځې ،
یواځي خوب کې راځې
داخوب مې یوسه
هسې نه چې په رښتیا بدل شي
زما ارام خوبونه بیرته راکړه
زه نور په خیال کې ژوندون نه کومه!!!
۱/۲/ ۱۳۸۳
کابل- څارندوی مینه


 



علم ګل سحر
يو غمی د سيند په تل کې


علم ګل سحر
يو غمی د سيند په تل کې

يو غمی د سيند په تل کې رانه ورک شو
نه پوهيږم په څه چل کې رانه ورک شو

اننګو کې دې زما د کتو فصل
ټوکيدلی و،په ګل کې رانه ورک شو

يو شين خال به مې نمانځه هميش په زړه کې
ستا خواره واره اوربل کې رانه ورک شو

د شانې خوله کې زما ارمان نيمګړی
د هغې د زلفو ول کې رانه ورک شو

د نيرون* په هوسونو کې لاهو شو
خوږ کابل مې په کابل کې رانه ورک شو
6\8\1382
پکتيا،زرمت-اسلامخيل




شکرالله طاهري
د انصاف قانون

اوس هم د زیاتی د وردی ظلم کیږي ناروا
دعدل او د انصاف قانون ورک شوی له دنیا
همغه د فرعون اود نمرود زوړ پاچاهي ده
ژوندی خلک په اوراچول کیږي بې ګناه
اوس هم د یوظالم یزید په خوا خلک ولاړدي
اوس هم فاطمې کور کې دی ماتم د کربلا
ضمیر که ویده نه وي د قانون د محافظو
قاتل به څنګه ګرځي آزاد د دشت لیلا
هغوی چه د بشر د حق هرخوا چغې وهلې
ګنډلی خپلې خولې دي ترې نه نخیژي صدا
په تن ددغې خوارملت زړې جامې دي پاتې
راځی ای لوټمارانو ارمان وباسی د غلا
تیارې مو ددې توره شپه به ځي آخرتیریږي
امید مونږسره شته دی د روښان ښکلې سبا
که سرموځي نولاړدېشي طاهري حق به وایو
ډاریږو یو الله (ج) نه نه ډاریږو د بل چا



عبدالرحيم هلال
مــــــكـــــتــــبــــــي

اوس هغه مكتبي نه يم اوس بدل يم
لاروى يمه دبلې يوې لارې

زړه نازړه دخپل هدف ترحد دراوړم
راته هرڅه ستا په دوو سترګوکې ښکاري

ماشومتوب رانه په بله خوامخ کړی
شوق دلوبو یوه زره راسره نشته

ځان مي پټ کړم له همزولوتري تم شم
بي له تا بله چاره راسره نشته

زما شوق دسبق ډېرووخواوس نسته
خدای مین کړم اوس سندرې یادومه

اوس مي ذهن کې یوه بله دنیاګرزي
ایله ستادخولې خبرې یادومه

تابه ويل چې مسافرشې زړه مي دردکړي
مابه وېل درته پېښ شوی درد د سر دی

دامړه تبه دسردردخومعمولي وي
مازده کړې بیولوژي کې بلډفریشردی

خوچې اوس ته رانه بېله شي نوپوه شم
جدايي خوپه رښتیا بده بلا ده

دسر درد دځان وژل دزړه چاودل دي
تاته کړې ها خبره مي خطا ده

چر به تارانه دزروچارګل وغوښت
یوه هیله به دي وکړه په خنداکې

زه به ړنګ شومه په شا وروبه مي ووېل
مادزروقیمت لوستی په کېمیاکې

اوس هغه مکتبي نه یم اوس بدل یم
ستاپه پوزه پره داره چارګل خوندکړي

ستاپه وړاندي نقره څه ده طلا څه ده
تردي ټولوالماس داره چارګل خوند کړي

بند په بیل یوه جها ن كې زما خیال دی
ځان دتااودځان درسته نړۍ بولم

په خپل نوم یوازې خپل ځان ته خطاب کړم
ستاپه نوم په ایمان درسته نړۍ بولم

دحساب مضمون مي اوس هم لا په یاد دی
پرې داغونه دزړګي معلومه ومه

دخپل صبرتناسب اونسبت ګورم
ستادهجرفیصدي معلومه ومه

چې به ماوه شپه اوورځ په ځان یوه کړې
اوس هغه مکتبي نه یم اوس بدل یم

څه ساده وم څومره رام وم خواوس شوخ شوم
ښه مغلق شوم ستا دتورو کمڅوول شوم




ډاکتر حسن-لندن

غزل

نن افغان دنوي وخت بهیر ور ک کړی
اسیاځکه دغور زنګ امیر ور ک کړی

زورور دزمانې يې لیکوالان دي
چې تاریخ دتوراوسپین توپیر ورک کړی

دجمال اود جلال پولې يې نشته
تصور مې چې دیار تصویر ورک کړی

زوراوزر يې په اسانه ځکه وموند
ددې خلکو اکثریت ضمیر ورک کړی

هر یو کس يې ټیل وهي دجنګ دریاب ته
لویه خدایه پښتنو دستګیر ور ک کړی

شیطانان دزمانې يې چې اوس لیکي
ملائیکو دپښتون تقدیرور ک کړی

یا به ځان یا به ظالم په کاڼو وولي
نن (حسن) لیوني بیا ځنځیرور ک کړی



محمدسرور وکيلي
ته به راته وايه
غزل

ته به راته وايه ! غزل

كه ښکنځا راته كوي ، ته به راته وايه

خبري د پره دو به، په هيڅ ګون نه راته وايه
هره وینا چې راته كړې ، ټوله دي منم

منمه دي کنځا هــم ، پخــپله خوله به راته وايه
نه به راته واي، چې بل ويل ته داسي ئي

دا خبرې د بل چا به ، په مضمون نــــه راته وايه

ته به راته وايــه ، هرڅه چې راته وايــه

دپره دو ويـل خبري، په زوڼ زوڼ نه راته وايـــه
خبرې به د كور ، په كور كې سره وايو

د خولې خبرې به د بل ، په هيڅ ګون نه راته وايه
 
 


 


د غيرت خبرې


محمديوسف خدمتګار مزدورزوی



د پلرونه په ميړانه مه نازيږه


دغيرت نښې ښکاره په میدان کې


د سیالانو سره سيال شه راپاڅيږه


خپل هنر عقل ښکاره کړه په میدان کې



پلار ګټلې خوړل زوی ته وي اسانه


همت وکړه پخپله يې پيدا کړه


يو ځل وګوره نړۍ غيرتي ځوانه


 د غيرت غيرت ويل ځانته مانا کړه


 ځان خبر کړه د پلرونو له زمانه


د ژوندون په طریقه دې ځان اشنا کړه



بې سنجشه بې مفهومه غږيږه


د جرګې تميز پيدا کړه پخپل ځان کې



د جامو ټوکر دې کوم ځان نه راغلی


راته وښايه هنر او لياقت خپل


دا پټکی چې دې په سردی چا اوبدلی


کوم چې ته يې غرور بولې د ملت خپل


د ګنډلو ستنه نه شې جوړولی


وروره وژلو ته بيا وايې شجاعت خپل



 سر راپورته کړه له خوبه راويښيږه


نور غفلت ليدلی نه شم په افغان کې 
 


که غيرت لرې نو وګوره دنيا ته


خپل ټوټه ټوټه وطن ورسره سم کړه


د خيرات لاس دې نيولی دی هر چاته


د ټوپک پر ځای راپورته نور قلم کړه


له تورتم جهل نه ووځه رڼا ته


افغاني همت ښکاره په ټول عالم کړه



بيا نو نرزوی د پښتون يې پرې نازيږه


سرلوړي دې په نصيت شه هر ميدان کې


 


چې په دې نه شې خپه حوصله وکړه


ما د زړه له درده وکړې دا خبرې


د نیکۍ په کار کې تل عجله وکړه


په خبرو کې مطلب نه مه ځه لرې


په هر کار کی په تد بير فيصله وکړه


خوښي نه شي درکولی مرغلرې



که خوښي غواړې مکتب ته روانيږه


د بخت ستوری به دې پورته شي آسمان کې



څوک چې علم پوهه نه لري ړانده وي


ټول ژوندون يې په کړاو باندې تيريږي


په هر کار د بل محتاج او پسمانده وی


تل د نورو له دباو لاندې اوسيږي


مشر کشر يې د نورو نشانده وي


بې خبره وروسته وړاندې پاتې کيږي


 


په ټينګ عزم مخکې درومه مه ودريږه


بې ننګي نشته پښتون د بچي شان کې


 


زه چې ګورم پر مختګ د نور جهان ته


په يواولی اتفاق کوي کارونه


په علميت پوهه روان دي پاس آسمان ته


انټرنيټ او کمپيوټر يې مثالونه


خو چې ووينم پښتون او لوی افغان ته


په وژنه د خپل ورور کوي وياړونه



اوس نو ته قضاوت وکړه وګړيږه


څوک به لوری ورکوي پاتې کاروان ته


 له جامو تر کور سامان او خوراک پورې


مونږ له نورو هيوادونو نه راغواړو


د خپل ورور د مرګ وژنې تر ځواک پورې


مونږ له لويو قدرتونو نه راغواړو


د صابون ستنې خولۍ او مسواک پورې


چې له نورو وطنو وي مونږ پرې وياړو



سترګې خلاصې کړه له ځانه وشرميږه


خدمتګاره خجالت يم دې ميدان کې


 


 علم ګل سحر
غزل

ما لا خپل ځان ته ستا دتلو خبره نه ده کړې
ګلان ژوندي دي لا وږمو خبره نه ده کړې
زه خو دمینې یوه بله زمانه کې اوســـــــم
ما دوصال ما دبوســــو خبره نه ده کړې
هسې نه ټوله دنیا کرکه شي ،کینې خورې شي
چا ته مې ستا دناکردو خبره نه ده کړې
ورته حیران یمه باور یې اوس په مینه وکړم؟
لا خویې ماته په پښتو خبره نه ده کړې
په تا هم ګرانې دي ،زما غوندې ستا ښکلې سترګې؟
آیینې ګورم ،آیینــــــــــو خبره نه ده کړې
لمر لا هماغسې رڼا دی تیاره شوی نه دی
تا دانکار تا دوعدو خــــــــــبره نه ده کړې
۲۹/ ۸/ ۱۳۸۳
کابل – وزیر اکبر خان مینه


غزل
نو ر علی شاه کا روان

تقديره ستا په زولنو کی يو تړلی خلګ
د ازل خوا ر يو د نصيب يو پو روړي خلګ
د ژوندون هره نا ويلی موږته څنګه راشی
لکه چه موږ ئي په نړی کی يو موندلی خلګ
قسمته ستا د خوا خو ږی په ټکور نه جوړيږو
مو ږ يو د ژوند په سرو اورونو سوځيدلی خلګ
ژونده که داسی يي نو موږته د مرګ لاره ښيه
د هر ظا لم د زور په غشو يو پيو دلی خلګ
ز مو ږ په چغو اسويليو اسما ن ستړی ښکاری
د عزرائيل پنجو يو وار په وار وهلی خلګ
د غم د پاسه يو بل غم راته وی سترګی په لار
د ځوانيمر ګو په سلګو کی يو لو يي شوی خلګ
ز ما د بخت تو ره پيا له پر سر نسکوره ګورم
چه هر څو مړه شو لا د مرګ يو پوروړی خلګ
ټوله نړی ښکاري سلخوږي ز موږ دوينو تږي
د ځنا ورو په ځنګل کی يو لويدلی خلګ
د اصرا فيل د شپيلی پو کی ته لا سو نه مروړو
نور ېو بي واکه بي سرونو مړي مړي خلګ


غزل
شرر ساپی

ډير ښا يسته دى دسپوږمې غوند ې جا نان
ارما ن نه راته خوږ دى دكوكۍ غوند ې جا نا ن
له ښا ره نه يې ويست او س له كلي نه يې وبا سي
اف!خدا يه ډير مظلو م دى دسلګۍ غوند جا نا ن
چې وخت رانه ليمه ليمه ارما ن په ولجه يوسي
را خور هله په زړه شي دكيږدۍ غوندې جا نا ن
توبه چې مې دزړه په درشل ښخې كړي منګولې
اميل مې شي په غا ړه كې اوګۍ غوندې جانا ن
جا مونه چې دبنګو په سر واړوي شرره
ليمو كې دښكا ره شي د سر خۍ غوند ې جا نا ن




غزل

دغه ميكده ساقي چېرې، وه له كومه شوه؟

دغه پيمانه ساقې چېرې، وه له كومه شوه؟

ډېروپتنګانوپرې سره لمبه وزې كړي

دابله ډېوه ساقي چېرې، وه له كومه شوه؟

چاپرې لارې ومودې څوك ترې نه بې لاري شول

دا دعشق پياله ساقي چېرې، وه له كومه شوه؟

چاته په نسرين كې شوه چا ته په ډېوه كې شوه

دغه بتكده ساقې چېرې، وه له كومه شوه؟

دا دلېونتوب برخه چاته لېونووركړه

دغه واهمه ساقې چېرې، وه له كومه شوه؟

زيارمل وردګ




سمیع الدین افغانی

موقعه
دا ژوندون یوه موقعـــــه ده
د چاته لنــــــډه چااوږده ده
دا مـــــــــوقعه ده هغه چاله
چې فرصت لري سبــــــــــا له
خو په هر شي کې انجام شته
څوک صـادقه هم بدنام شته
پوه او ښــــه خلک تیر شوي
بد په بد نامــــــــــه یاد شوي
خـــــــاطرې ترې پاتـه کیږي
نیک په ښه نامـــــــــه یادیږي
د ژونـــــــــدون په پړاوو کې
په وختـــــــــــــونو زمانو کې
ډیر ؤ ستر ستر قدرتـــــــــونه
دبــــدبې وې مقــــــــــــــامونه
دلته سترې بادشــــــاهۍ وې
ډیرې لـــوې امپراتورۍ وې
څوک چنګیز په شـان مغرور ؤ
نا پیـــــــلون هم لوی باتور ؤ
لږ عبرت ژوندته پــــکار دی
کبر جن سړی تل خــــــوار دی
نن دا مست چې پــــه ډالر دي
دوی د ځـــــــــانه بې خبر دي
سبا خـــــــدای له په رفتن دي
بس محتـــــــــاج د یو کفن دي
»»»
سمیع الدین افغانی
٢٧ – ٨ – ٢٠٠٩



دين محمد وطن پال کوټه

غزل

ستا دراتلو په تمه شپې تېروم
جانانه تاته شوګيرې تېروم

سلام دي راښي په کاغز ليکلی
په انتظار دي ورځي شپې تېروم

ګرېوان مي وګوره په اؤښکو لوند دي
دا په توکل دزمانې تېروم

چي ته مي نه يې په ږوندن کښي ياره
لکه چي ږوند دجېلخانې تېروم

ځواني مي لاړه لا تېرېګي پسي
پېغور دوراني زمانې تېروم

يواره راښه وطن پاله ياره
په رڼا ورځ دغم تيارې تېروم


احسان الله روښان عبيدې
خلوت
راوزه دخلوته ډيربمونه دي اوريږي
وچ اولانده ټول پکښې سوځيږي

معبداوميخانه پکښې ورانيږي
ځوانې ښا ئستې پکښې کونډيږي

دنيکونوميراثونه موچورکيږي
که ېونسووترنغري مورارسيږي

که يوموسوه ږغونه ترعرشه به رسيږي
احسان ته پېغامونه وررسيږي



زرلښته حفيظ

روژه ده

الله الله او لا اله ياده کړه
روژه ده نوم دپاک الله ياده کړه
ای دنبي اومته تاته وايم!!!
بياهم واکدارغني مولاياده کړه
****
راشه ته ګل دګلستان مې شه
زه دبوراته ګل ريحان مې شه
سورت ياسين ډالۍ کې بياوليږه
بيايوحافظ دپاک قران مې شه
****
الله الله او لا اله ياده کړه
روژه ده نوم دپاک الله ياده کړه
ای دنبي اومته تاته وايم!!!
بياهم واکدارغني مولاياده کړه
****
اوس هم اخيره سيپاره اورمه
سورت ياسين تلاوت خوان مې شه
زه به دمينې روژې ډيرې نيسم
بس مؤذن مې شه اذان مې شه
****
الله الله او لا اله ياده کړه
روژه ده نوم دپاک الله ياده کړه
ای دنبي اومته تاته وايم!!!
بياهم واکدارغني مولاياده کړه
****
ستادقران دقرائت نه ځارشم
دزړه مذهب ته پاک ايمان مې شه
دپاک الله دربارکې وکړه زاري
دزړه کعبه کې مسلمان مې شه
****
الله الله او لا اله ياده کړه
روژه ده نوم دپاک الله ياده کړه
ای دنبي اومته تاته وايم!!!
بياهم واکدارغني مولاياده کړه
****
دوويشتم روژې څراغ به دی شم
دقدرشپه کې سپين جهان مې شه
زه ددونيا ډيروملکو کې ورکه
خوته يوستورې داسمان مې شه
****
الله الله او لا اله ياده کړه
روژه ده نوم دپاک الله ياده کړه
ای دنبي اومته تاته وايم!!!
بياهم واکدارغني مولاياده کړه
****
دکوهی نوردغره کوهکن به دی شم
دخداې موسی ته سوال دارمان مې شه
بياورته وايه حفيظ سوله غواړي!!
ربه دافغان ددرد درمان مې شه
****
الله الله او لا اله ياده کړه
روژه ده نوم دپاک الله ياده کړه
ای دنبي اومته تاته وايم!!!
بياهم واکدارغني مولاياده کړه



شکرالله طاهري
قندهار په ویر

داد کوم خلکو د زړه وینه پدې سیلاب بهیږي
دا د کوم قوم ارمانونه دي چې خاورو لاندې کیږي
دا سوری سوری ټټرې په بارودو دړې وړې
دا د چا د زړه ټوټې دي چې بیا بې کفن دفنیږي
زخمي شوی ځیګرونه د ظالم صیاد نه سوال کړي
دا تنکي دا ځوانان ولی ددې مرګ په تاورژیږي
رهبرانو ، لیډرانو ، ای د جنګ طرفدارانو
دا د کوم بدبخت ملت د آرزو ډيوې مړ کیږي
دغه خوارمظلوم ملت ډیر بی ګناه قرباني شوی
د فولاد غوندې زړونه مو پرې ولی نه رحمیږي
د بې وس سرتورو میندو د زړه آه نه وډاریږی
دا ثمر ته یې رسیدلی امیدونه چې رژیږي
نامرادو پیغلو خویندو په فریاد او چغو وایي
دا د چا د سترګو تور دی چې پخپل وینو لمبیږي
دا مو خپله ناپوهي ده یا د کوم ظالم د لاسه
یو خل بیا د پښتنو چې د وحدت بیړی ډوبیږي
طاهري نور کتی نشي ددې قوم بربادي خدایه
دادسولې سوال مې کله ستابه پاک عرش ته رسیږي
شکرالله طاهري



د ټپ ناسور


زمونږه دود هسې دستور هسې دئ
مونږه دبل دستور منلئ نه شو
دخپلواکۍ دژوند غرور هسې دئ
دغلامۍ ژوندون کولئ نه شو
،،،،،،،،
زمونږ دګټو خټو خړ کورونه
دآزادۍ دپتنګانو ځالې
دغه په سرو وینو ککړ کورونه
دلوړو غرونو دبازانو ځالې
دغه لویدلي سوي شړ کورونه
دي دنوم ورکو شهیدانو ځالې
زمونږ تاریخ زمونږ ظهور هسې دئ
مونږه په ژوند سر ټیټولئ نه شو
،،،،،،،،،،،،،،
دانسانیت دسړیتوب حقونه
زمونږ دکلو په جرګو کې پټ دي
دبشریت دخوندیتوب حقونه
ددې و ګړ وپه کړو وړوکې پټ دي
دتربیت او ژوندیتوب حقونه
په دې شډلو پرګنو کې پټ دي
زمونږژوندون زمونږ قصور هسې دئ
مونږ دوطن دوښمن بخښلې نه شو
،،،،،،،،،،،،
زمونږساده شډل بډل وګړي
دچل فریب په هنر نه پوهیږي
ځانونه وژني یو په بل وګړي
دخپل وطن په مینه ښه پوهیږي
دايو ټبر او یوګوګل وګړي
په نتیجه دبیلتون څه پوهیږي
زمونږ حجره جومات تربور هسې دئ
خیانت دورونو هم زغملئ نه شو
،،،،،،،،،،،،،
په مونږه مه تپۍ رسمونه پردي
مونږ تنګنظرجګړه غوښتونکي نه یو
له مونږه لرې کړۍ بمونه پردي
مونږ قاتلان سړي وژونکي نه یو
لنډکړۍ له مونږه تور لاسونه پردي
مونږه په بل حمله کوونکي نه یو
دخدمتګار د ټپ ناسور هسې دئ
کله چل ول هم پیژندلئ نه شو
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی ناروی


شکرالله طاهري
مینه
مینه کار دزړه دی مینه کیږي په جذبه باندې
عقل هیڅ کار نلري په کاراو بارد زړه باندې
مینه حکومت کوي د هر عاشق دزړه په سر
مینې نه غیرنکړي زړه دبل چا مشوره باندې
مینه دی جنون جنون کې ښه اوبد تمیزنه وي
سوزي پتنګان ځکه د شمعې په لمبه باندې
عقل وي په سرپه ځوان اوزوړکې فرق نلري
پوهه به زیاتیږي د سړي په تجربه باندې
علم په عمل دی بې عمله عا لم نه کیږي
ډیر خلک ایږدي به کتابونه په تاقچه باندې
مینه دوطن هم یو نشه دی یو بیل خوند لري
هرڅوک نه پوهیږي طاهري پدې نشهَ باندې
شکرالله طاهري


زهر


دوست چي د ښمن سي
سړی ډېرخوږوي
ځکه ،
د زړه دننه
په پخواني ځایګي کي
د کرکي زهر شیندي،
وجود ته اور ورکوي
اودشخصیت جنازه
د بې شخصیتوپراوږوورایږدي
چي :
دتوهین اوسپکاوي پرښاریې وګرځوي
او دفنا غېږته یې
په بېرحمۍ وسپاري..
نو
دکرکي ډکه،
زهرجنه دوسته
ستا دنامه په اورېدلوباندي
مي سترګي اوښکي وکړي.


هارون حکیمي
کابل،خوشال خان مېنه
2009\09\10


 


غزل



رحمت زلمی مندوخېل   د سمېراکوچۍ پر مځکه


چي زه، ته يې په زور بېل کړو جانانه يوه شپه
وه څومره زمونږ په ژوند کي پهلوانه يوه شپه


زه ستا په هيله ويښ وم تر اذانه يوه شپه
وو ستوري د اسمان راته حيرانه يو ه شپه


ما و‌ئيل درنه خفا يم دې ‌ژړل خو ما په ټوکو
سلا بلا هغه کړه پرېشانه يوه شپه


اسمان له نوره ‌ډک وو،چي جانان وومېلمه پاس
سپوږمۍ وه ځکه ورکه له اسمانه يوه شپه


هر چا ورته ساتلي امېدونه وي بلا
پر لوري د سحر چي وي روانه يوه شپه


چي ماته شي بيا تنده د زلمي! ستا په ديدن
 راځي به کله داسي مهربانه يوه شپه


 


 


شرر ساپی
غزل

اخستې مې ترې یوځلې بوسه وه ، چې راتله
تراوسه یې په زړه کې تلوسه وه ، چې راتله
لیمې یې لکه توره په هر لورې تاویدې
دې زړه ته له هرلورې وسوسه وه ، چې راتله
بڼو نه یې شنه تورې د غزل راورید ل
ټول کلي کې هم دغه ګونګوسه وه،چې راتله
حاجت یې د ست نه وو، ویمه نه پاتې کیده
اتبار مې ورته هسې یوه پیسه وه ، چې راتله
پردیو ته ، جامونه ډکیدل په تشه خوله
زما په برخه بیا تشه کاسه وه ، چې راتله
خواږه یې د نظر د بل پیالو کې تویول
یو بل ډول حالت وو یوه غوسه ، چې راتله
شرره دومره پاک دومره سپیڅلی نه ووم زه
په ما یې نه ، په ځان یې بروسه وه ، چې راتله


 


شعر

نوید قاضی ذاده

کله چه جزبه دانقلاب پیدا ظلمو کی شي
غرونه په لمبو کي شي او ځنګلونه په ابو کي شي
تاسی خو تعلیم په مورنی ژبه کي غواړي
زه وایم ملګرو چه دا لمونځ دۍ هم پښتو کي شي