لراوبر – کندهار
نن ماپښين پر ځايي وخت ٣ بجې دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي-چې په سپکو وسلو سمبال وو- د ملي امنيت يوې څانګې ته ننوتل.
د معلوماتو له مخې يادو سوو دوو تنو بريدکوونکو لومړى د ودانۍ په خوله کې پر ناستو پوليسو ډزې وکړې او بيا تر دروازې تېر سول، خو سملاسې د پوليسو تر ځوابيه ټکانو لاندي ونيول سول.
ويل کيږي چې دواړه ځانمرګي بريدکوونکي د پوليسو په ګوليو وژل سوي او بيا يې واسکټونه چاودلي دي.
د دغې حادثې له امله د شاوخوا کورونو يوه ماشومه وژل سوې او دوه تنه د ملي امنيت سرتېري ټپيان سوي دي.
د ميرويس روغتون د يوه ډاکټر په وينا چي د ماشومي پر بدن هيڅ زخم نه ليدل کېږي او په غالب ګومان يې د ناڅاپي ډزو او چاودنو د وېرې له امله زهره چاودلې ده.
پاته دي نه وي چي د ملي امنيت دغه څانګه د کندهار ښار په زړه هرات دروازه کي د خاد په نوم د مشهور يوه فرعي سړک په اوږدو کي پرته ده او د ياد سوي رياست له خوا د مجرمينو د تحقيق لپاره کارول کيږي.
د پېښې ساحه اوس د امنيتي ځواکونو تر کنټرول او څار لاندي ده، لازم جزيات به وروسته پر ليکه سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه