دکندهارښاراوشاخواسيمونيژدې ډيرى کسان په دي انددي چي دټاکنوتکراربه دافغان ولس پراوږويوبل داسي دروندباروي چي هيڅکله به يې پورته نه کړاى سي ځکه ددوى په ويناانتخابات يوه لويه اودرنه پروسه ده اوله بله پلوه افغانان ورسره نابلده دي .
دکندهارښووني اوروزني يوتن کارکوونکي چي نه يې غوښتل نوم يې خپورسي په دي اړه راته وويل :
(( دټاکنوبياتکراربه يوه لويه تيروتنه اودمظلوم ولس پروږوباندي به يوډيردروندبارځکه وي چي په دي باندي ډيري پيسې لګيږي اوداډيري پيسې که دعام ولس دکاردپيداکيدولوپه لارکي ولګول سي لويه خبره ده . ))
دنيکمرغه کوچني اخترلپاره دسوداپه موخه کندهارښارته له پنجوايي ولسوالۍڅخه راغلي يوتن حميدالله چي دڅلورڅلويښتوکالوپه شاوخواکي يې عمردرلودپه دي باره کي خپل نظرداسي راته څرګندکړ: (( دانتخاباتوبياتکراربه هيڅ ګټه ونه کړي ځکه چي په دي کي دامريکايانوخوښه چليږي اوهريوچي يې خوښ وي ،هغه ته به کاميابوي ،نوکه داانتخابات بياترسره سي بيابه هم هغه ددوى دخوښي سړى پرچوکۍکښيني اودانتخاباتوپه ورځ به دطالبانوړندي توغندۍپرموږخوارانواوري . ))
ميرمن زرغونه هغه ښوونکي ده چي په انتخاباتوکي يې دبې امنيتۍله ويري ونډه نه ده اخيستې وايي:
(( دانتخاباتوبيابياتکرارترهغه وخته ګټه نه لري ترڅوچي امنيت په بشپړه توګه نه وي قايم سوى . )) ددې په خبره چي زه شاهده يم چي داووکالوپه مخکنيوټاکنوکي دولسواليوښځوپه دونده شميرکي ونډه اخيستي وه چي هيڅ فکرنه کيدى خوپه دي ټاکنوکي آن په ښارکي لانارينه ولاسمه برخه نه ده اخيستې ځکه چي امنيت نه ؤ اوپرښارتوغندي رااوريدل اودګوتي پرې کيدوګواښونه اوريدل کيدل نوځکه وايم چي که انتخابات بياهم ترسره سي خوګټه به ونه کړي ترڅوچي دولت په بشپړه توګه دامنيت ضمانت ونه کړي .
په کندهارکي دټولټاکنودخپلواکميسون په څانګه کي يوتن کارکوونکي چي دنوم دخپرولوپه شرط يې دموضوع اړوندراته وويل : (( لومړى خوزه دټاکنوتکرارته له لويه سره ښه نه ګورم خوکه يوشميرکسان وايي چي په دي ټاکنوکي درغلي سوې ده اوبايدله سره بياټاکني تکرارسي خوزه وايم چي ددرغلۍتکراربياهم درغلي ده اوهيڅ ګټه به ونه لري ،داپه دي چي زموږدولت له اقتصادي پلوه دنوروپرمختللوهيوادونوپه پرتله کمزورى دى اودابه نه يوازي پرحکومت بلکي پرعام ولس باندي به هم يولوى پېټى وي . ))
ديادوني وړده چي په دي وروستيوکي دټولټاکنوخپلواکميسون ديوشميررايودشميرني له مخي يادونه کړې ده چي حامدکرزى يوله هغوکانديدانوڅخه دى چي ترخپلوسيالانويې ډيري رايي ترلاسه کړي دي اوکيداى سي چي دراتلونکوکلنولپاره بياهم پرخپله چوکۍپاته سي خودده دسيالانوپه په ليکه کي ډاکټرعبدالله (عبدلله ) يوله هغوکسانوڅخه دي چي پرټاکنوباندي ترټولوډير نيوکي کوي اووايي چي په دي ټاکنوکي دحامدکرزي په ګټه ډيره درغلي سوي ده اودده لپاره دټاکنودخپلواک کميسون پريکړه دمنلووړنه ده ځکه دده په ويناچي دغه کميسون خپله په د غه درغلۍکي لاس لري خونه يوازي دکرزي دانتخاباتوددفترمسؤلين بلکي دټاکنودخپلواک کميسون غړي هم دعبدالله (عبدلله ) دغه نيوکي ردوي اووايي چي ټاکني ډيررڼې اودولس ډيري برخي پکښي ونډي اخيستي اوخپل دخوښي کسانوته يه بيله کومي ويري رايي ورکړي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه