په متحده ایالاتو کي، د نېشن مجلې سیاسي مبصر، جان نيکولس، د افغانستان انتخاباتي رسوايي په اړه د اګست پر ۱۰ مه یوه مقاله لیکلې ده چي تاسو يې لنډیز لولئ. ښاغلي حامد کرزي او دوپه ملګرو يې په انتخاباتو کي داسي تاریخي تقلب کړی دی چي نړيوال ريکارډ يې مات کړ، او زیاتره سياسي مبصرين د حامد کرزي دې تاریخي غلا ته ګوته په غاښ ولاړ دي. بايد زياته کړم چي د نېشن مجله د امريکا د مترقي جناح ويانده ده، او داسي نظریات خپروي چي د متحده ایالاتو په عمومي اخبارونو او مجلو کي چندان نه خپرېږي.
د حيرانتيا خبره دا ده چي د واشنګټن ځينو عالي رتبه مقاماتو لا اوس هم ځانونه پر غولډنګي اچولي دي، او استدلال کوي چي حامد کرزی لا تراوسه پوري څه مشروعيت لري.
حامد کرزي چي يو وخت يې د تيلو د کمپنيانو لپاره دلالي کوله، ناببره اشغالګرو قواوو د ملک واک او اختیار پلاس ورکړ.
خو بدمرغي دا ده چي افغانان پدې واقعيت پوره واقف دي.
دا هم څرګنده خبره ده چي په تېرو اتو کلونو کي حامد کرزي د جنګسالارانو، جنایتکارانو، او قاچاقبرانو په مينځ کي ښه محبوبيت ترلاسه کړی دی. بلخوا،د هغه په پېر کي قومي او فرقوي تاوتریخوالي ته هم ښه زياته لمن وهل سوېده.
حامد کرزی يوازي ښې زربرخي جامې اغوندي، خو په سیاسي ساحه کي يې هيڅ بريښ ندی کړی. ځکه نوهغه د انتخاباتو د ګټلو لپاره پرته له تقلب او غلا څخه بله چاره هم نه درلوده. هغه مجبوره وو چي يو ځل بیا په دوپه ځان او چاپلوس ملګري په قدرت کي وساتي. د بش په پېر کي، انتخاباتي غلا او تقلب هيڅ پرابلوم نوو، ځکه هغه خپله هم په فلوريډا ایالت کي همدا کار کړی وو.
بله د حيرانتيا خبره دا ده چي زموږ ځيني “اخبارونه” وايي چي امريکايي مقاماتو حامد کرزي ته خبرداری ورکړی دی چي پدې قلابي انتخاباتو کي “کامیابي” اعلان نه کړي. ځيني ساده او خام مبصرين لا اوس هم د اګسټ د ۲۰ مي ډرامې ته انتخابات وايي. د نيویارک ټایمز اخبار د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چي د بهرنيو چارو وزيري مېرمن کلنټن په افغانستان کي زموږ سفير کارل يکینبري ته امر کړی دی چي حامد کرزي ته تورت ووايي: “پام کوه چی بری اعلان نه کړې.”
ددې خبري بله مانا دا ده چي امريکايي مقامات نه پوهېږي چي څرنګه خپل ګوډاګی چي دوي نصب کړی دی، د پنځو نورو کلونو لپاره وساتي، او کوم استدلال ورته جوړ کړي.
دا يوه نوې ستونزه نده. بلکي استعماري طاقتونو د تاریخ په اوږدو کي تل د همدې مشکل سره مخامخ ول. همدا د امپراتورۍ قيمت دی. همدا په افغانستان کي د متحده ایالاتو پرابلوم دی.
که څه هم د افغانستان اشغالول د القاعدې د قاتلانو د ختمولو، د طالبانو د ړنګولو، او د یوه ملت او دولت د جوړولو لپاره وو، خو همدې استعماري هڅو د نورو استعماري هلوځلو په شان شکل ونيو.
متحده ایالات يو داسي ملک دی چي د استعماري ځنځيرونو د ماتولو په نتيجه کي جوړ سو، خو اوس امريکا خپله همدا چټله او ناروا لاره اخيستې ده.
ښکاره خبره ده چي د حامد کرزي او جنګسالارانو ساتل دسيسو ته اړتيا لري. نه يوازي بايد د هغوی غلا او لوټ توجيه سي، بلکي اوس بايد د هغوی انتخاباتي ټګي برګي هم توجيه سي. زموږ لمړي جمهورريس جورج واشنګټن د همدې خطرناکو خارجي مداخلو په باب پخپلي وروستۍ وينا کي موږ ته څرګند خبرداری راکړی وو.
په ۱۸۲۱ کي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير جان کونسي ادمز کانګرس ته د خارجي مداخلو د نه کولو په باب داسي ويلي وو:
هر ځای چي د ازادۍ او استقلال بېرغ په رپېدو سي، د امريکا زړه، خواږي، او د خير دعا د هغوی سره ده.
مګر امريکا بهر ته د بلاوو او دېبانو د سټولو په غرض نه وځي.
امريکا د ټولو بني ادمانو ازادي او خپلواکي غواړي.
خو امريکا یوازي او يوازي د خپلي ازادي د ساتلو ضمانت او وعده کوي.
خو له بده مرغه، نن سبا امريکا له خپلو اساسي اصولو او قدرونو څخه په فرسنګونو ليري سوېده. د افغانستان اشغال د همدې فاصلې او سرغړوني ژوندۍ بېلګه ده.
بلخوا، د افغانستان اشغال ددې فرصت هم برابر کړی دی چي امريکا بېرته خپلو اساسي اصولو ته را وګرځول سي. نه يوازي بايد امريکا له هغه لیري او منزوي هېواد څخه راو ایستل سي، بلکي بايد د حامدکرزي له قلابي جمهوري ریاست له ملاتړ څخه هم را وګرځول سي. پدې اړه کانګرس لوی مسولیت لري.