کور / تازه خبرونه / هرات :د کورنيو محصولاتو نندارتون پرانستل سو

هرات :د کورنيو محصولاتو نندارتون پرانستل سو

په هرات ولایت کې پرون د لاسې صنایعود محصولاتو یو نندارتون پرانيستل شو .

په دغه نندارتون کې دکورنی محصولاتو نیږدی ۲۰۰ توکه تولیدات ونندارې ته ایښودل شوې دې.

ددی نندارتون دچارواکو په وینا ددی نندارتون موخه دهیوادد توليداتو لپاره بارزاموندنه، صنعتګرو او توليدوونکو هڅونه ولا پانګونی ته بلل شوی ده.

دغه نندار تون داسمد یا ( یو اس اې دې ) بنسټ لخوا تمویل او د نوی ټولنی دودې ددفتر له خوا په لاره اچول شوې دې.

ددغه نندارتون په لاره اچونکې تمه کوي چې د لاسی صنعتي نندارتونونو جوړول به هېواد صنعت ته وده ورکړي او په دې برخه کې به پانګوال وهڅوي چې لانوره پانګونه وکړي .

عاطفه منصوري ددغه نندارتون په لاره اچونکې وای : ( دغه نندارتون د افغاني توليداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې ډېر مهم دی. همدارنګه، د توليد کوونکو او بازار جوړونې په برخه کې دا ډول نندارتونونه ارزښتناک دي. )

دغه نندارتون د درېيو ورځو لپاره جوړ شوی، چې په کې د هیواد لاسی غالۍ، غاړ، تازه او وچې بسته بندی شوی مېوې، او نور کورینې تولیدات کېښودل شي .

اوسمهال دهیواد محصولات، ايران، چين، پاکستان، هندوستان ، ځينو عربي هېوادونو او امريکا ته صادرېږي .