د افغانستان د مالیی وزارت او د امریکا متحده ایالاتود نړیوالی پرمختیایی اداری چارواکو د سه شنبی پر ورځ په کابل تړون لاس لیک کړ .
پدی غونډه کی د افغانستان د مالیی وزیر ډاکټر عمر زاخیل وال وویل دغه تړون چی ددوه نوی میلیون امریکا ډالرو په ارزښت دی پدی پیسو سره به د اقتصادی سمون پروګرام پیل شی.
دده پر وینا پدی سره به د مالیی وزارت،دسوداګری او صنایع دمعلوماتی ټکنالوژی وزارتونو د افغانستان بانک او د ملی شورا داقتصادی چارو په کمیسیون کی کاری ظرفیتونه د لوړولو په موخه ولګول شی.
ښاغلی زاخیلوال وایی تر څو نوموړی ارګانونه وکولای شی اقتصادی کړنلاری جوړی، پلی او خلکو ته د کاراسانتیا برابره شی.
ښاغلی زاخیلوال وایی دا پروګرام به تر راتلونکو پنځو کلونو پوری پلی وی.
پدی غونډه کی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معین جاکوب لیو وویل دوی هڅه کوی چی خپلی مرستی د افغان دولت له لاری ولګوی.
نوموړی وایی پدی کار سره به خپله افغانان ددی توان پیدا کړی چی په راتلونکی کی وکولای شی نړیوالی مرستی خپله ولګوی.
ښاغلی لیو زیاتوی دوی په تیرو څو کلونو کی له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کی ډیری مرستی کړی دی.