د کابل ولایت : د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د سه شنبی په ورځ دروان کال د وږى دمياشتی په 17 نيټه د كابل ولايت دپوهنی دریاست په تالارکی ۱۱۸ تنو د دولسمو ټولګيو فارغانو دنوموړی ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله .
ياده دی وی چی نوموړی کسان به دآزموينی دنتيجی نه وروسته دكابل ولايت د ۱۴ ولسواليو په ښوونځيو کی درسمی ښوونکو په حيث په ډنده وګمارل شی .
د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.