د افغانستان د عامی روغتیا وزارت یو چارواکی چی نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شی وایی چی پدی ځانمرګی کی څلور ملکی وګړی وژل شوی او د یوی ښځی پر ګډون پنځه تنه نور ټپیان دی
نوموړی وویل چی ټپیان یی له برسیرن ټپیان شوی وو چی له پانسمان وروسته رخصت شوی دی خو د وژل شویو مړی په روغتون کی شته او تر اوسه پوری یی خپل او خپلوان ندی راغلی.
د سه شنبی پر سهار د کابل نړیوال هوایی ډګر ته نږدی دایساف ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو
عینی شاهدانو ویلی چی پدی ځانمرګی برید کی یی د بهرنیو ځواکونو مړی هم لیدلی دی .
عینی شاهدانو ویلی دی دغه ځانمرګی چی د یو صرف ډوله موټر پر وسیله د بهرنیو ځواکونو پر کاروان شوی دی، د بهرنیو ځواکونو په موټرو کی هم وسلی بار وی چی د ځانمرګی برید په تر سره کولو سره هغوی هم چاودیدلی او تلفات یی زیات کړ.
تر اوسه پوری پدی اړه سوله ساتو ځواکونو څه ندی ویلی
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه