کور / سياسي / د افغانستان له پاره نوی ساري رنځ

د افغانستان له پاره نوی ساري رنځ

نن په نړې كې د امريكا تېرې كونكې سياست د پوهانو، عالمانو، د بې پولي ژورناليستانواوتحليلګرانواندېښنې زياتې كړي دي داسې فكر كېده كه چېرې د امريكا په سياسي چاپريال كې بدلون راشي او دموكراتان واك ته ورسيږي د تګ لاره به هم بدله شي د دښمنې اوتېرې كونكي سياست په ځاې به ددوستې لاسونه اوږده كړي، د وسلوپه ځاې به د سولې او خبرو لار ونېسي، د تهديد او تور لګولو په ځاې به نړېوالو نورمونو ته مخه كړي، كړكېچونه او لانجې به د خبرو او منطق له لارې حل كړي.
اوس چې د ډموكراتانو ډله واك ته رسېدلې ده اوباما د ډموكراتانو مشرواكمن دى خو په كړنلاره كې بدلون ندې راغلې كټ مټ ېې د بوش لاره نيولې ده، هغه كړكېچونه او ستونزې چې په افغانستان او عراق كې بوش رازېږولې دي لا ستونزمنې شوې دي دا چې د سولې او خبرو له لار ېې حل كړي، وسلو او زورته ېې مخه كړې ده دادې افغانستان ته ېې نور وسلوال ځواكونه ورواستول ور سره سم ېې هوائي بمبارېو ته زور وركړه او عام وژنه ېې پېل كړې ده،او نور لا ددې په لټه كې دې چې په كومه بانه نورې خطرناكې وسلې او وسلوال ځواكونه افغانستان ته واستوي.
د شمالي كوريا او ايران سره د جنګ په درشل كې دې اود داسې لارو چارو په لټه كې دې چې ايران ته نوې بيولوژيكي سلاح وې چې د نړېوال كانونسيون له خوا پری بندېز دې ور دننه كړي اوپه دې تورچې خطرناكه بيولوژيكې زهري وسلې لري او نړېوالې اقتصادي لارې پری بندې كړي، ددې نوو بيولوژيكي وسلو په هكله د ځينو هيوادونو بې پولو ژورنالستانو پلټنه كړې ده چې د ګرجستان هيواد په لابراتورونو كې د امريكا په مشرې د بيولوژيكې وسلو ازماېښتونه كيږي،اواندېښنه ېې ښودلې ده چې دا خطرناكه بيولوژيكي وسلې به كله اوپه كوم هيواد كې سررا پورته كوي ،ژورناليستانوددې پلټونوپه هكله ويبپاڼه كې ليكنه كړې چې لوستونكو ته ېې ژباړه وړاندې كوم ، ليكونكې واي چېwww.kr-eho.infoد په خپل وخت كې وړوكې بوش په همدې بانه په عراق ورودنګل اود (( د صحرا د طوفان )) په نوم وسلوال عمليات ېې پېل كړل، دا چې پلټنه ېې كړي واې او كوټلي معلومت ېې تر لاسه كړي واې په درواغوېې په صدام حسېن تور ولګاوه چې وسلوال پوځ ېې په هغه كېمياوي وسلو سمبال دې چې د نړېوال كانونسيون لخوا پری بندېز دې ،د دې قیصې پس منظر نړېوالو ته معلوم شوه چې كېمياوي وسلې ېې بهانه ونيوله اونړېوال نورمونه ېې تر پوښو لاندې كړل اوپه عراق ېې ور ودنګل صدام حسېن ېې دټولوبشری،اسلامی اونړیوالونورمونود اختر په ورځ پانسي كړ اودملګروملتونودپریکړی پرته د ناټووسلوالو ځواكونو سره ېې په ګډه د عراق خاوره اشغال كړه ، دا لا معلومه نه ده چې له عراق نه وروسته امريكا بل كوم هيواد په ګوته كوي، او ېا خو به ايران د بلې كومې نوې ممنوعه وسلود ازماېښت په تور تورن نه كړي او ېا خو به په افغانستان كې چې جنګ د يوې ورځې نه بلې ته په تودېدودې داسې بيولوژكي وسلې چې عامه تباهې مینځ ته راوړي پېدا نه كړي. په دې اړه د ځينو هيوادونو بې پولي ژورنالسيستانود بيولوژيكي وسلود توليد په هكله پلټنې كړي دي چې ځينو مخامخ او ځينو كناېه شاهدي وركړي چې د بيولوژيكي وسلې پټې د امريكا په مشرې د ګرجستان هيواد په خاوره كې جوړيږي، چې لمړې نښې نښانې ېې څو ورځې مخكې راوسپړل شوې ، د بيولوژيكي وسلو د نړېوال كنترول كمېسون ( بيرو) واي چې دګرجستان هغه لابراتوارونه چې د امريكا پر مختللې تخنيكي سامان الاتوسمبال دي خطرناكه بيولوژيكي زهر لرونكي وېروسونه چې د نړېوال كانونسيون له خوا په بندېز دې ازماېښت كېږي د ۲۰۰۲ كال نه را په دې خوا د خپل فعاليت په هكله كلنې راپور نه وركوي، د ګرجستا ن پوهان دا هم واي چې په ګرجستان كې د بيولوژيكي وسلولابراتوارچې د بيولوژيكي زهري موادود مخ نيوې دنده لري امريكا ېې د خپلونظامي موخو له پاره كاروي .
` .
د نړېوالو متخصيصينو په حواله چې واي هغه هيوادونه چې ددې مركزونو په پروګرام كې ګډون لري هر اړخيزه معلومات او مواد راټولوي او دا مواد او معلومات بيا امريكا ترې په پيسو را نيسي اوخپل هغه نظامي لابراتوارچې د بېولوژيكې وسلود ازموېنې ستر مركز دې هلته وړي ، د ګرجستان د مكرو بيولوژيكي پوه نه غوښته چی نوم ېې واخستل شي واي چې د۲۰۰۳ كال را په دې خوا هر كال امريكا ته د بيولوژيكي وسلو د ازموېنې له پاره د امريكا نظامي لابراتور ته ځي، د بې پولي ژورنالستانود كوټلي معلوماتو په تكېه چې وایي امريكا ددې پروګرام د سيوري لاندې د اقتصادي او سياسي زیرمو(ريسورس) نه په ګټی اخیستنی سره د ګرجستان،ارمنيستان.قزاقستان او اوزبكستان كې ددې لابراتورونود مركزونو مسلكي كسان چې د نړېالو نورمونو نه سر غړونه ده په پېسورانيسې

..
دا مركزونه چې د خطرناكو زهر لرونكو بيولوژيكي وسلوازماېښت په كې كېږي، په امريكا كې د مدني اوملكي ټولنې فوند چې په دې وختو كې د كار د فعاليت اجازه تر لاسه كړې ده اداره او كنترولېږي ، ليكونكې واي چې په ځينو لابراتورونو كې د اوبا ( طاعون ) مرضونو نقشې عملي كيږي چې ېو ددغه مركزنو څخه د ګرجستان دپلازمینی( تبليسی )ملي مركز دې چې ساري امراض كنترولوي او په سوپر ( پر مخ تللي )سامان الاتو مجهزه دې، دې ته ورته بل لابراتوار دهمدی هیواد( كوتايسا )په ښار كې دې چې د ساري مرضونو د مخ نيوې دندې سرته رسوي، له دې نه پرته د ګرجستان پلازمينې تبليس ته نژدې په نظامي هډه كې د خطرناكو بيولوژيكي موادولوېه زېرمه هم شته .
.

پلټونكي واي ګرجيستانيانو او امريكاېانو په ګډه په ۲۰۰۶ كال كې دې لابراتوار ته داسې خطرناكه ويروس راوړي چې د پخواني اتحاد شوروي په وخت كې هم داسې ويروس نه دي ليدل شوي، د پوهانو سره سخته وېره په دې ده چې د جوړو شوو واكسينونو په دې ويروسونو زور نه رسيږي ، لېكونكې وړاندې ځي او وائي چې د امريكا اوګرجيستان په ګډه د داسې خطرناكو امراضو زخيره جوړه كړې چې هېڅ وخت د ګرجستان په خاوره كې ېې اثرات نه وو.
وېره په دې خاطر ده چې په ګرجستان كې حالات كړكېچن او ناارام دي كه چېرته راوړل شوي خطرناك وېروس د نړېوالو تروريستانو په لاس كې ورشې بيا به په ازاد ډول سره ېو ځاې او بل ځاې ته وړل كېږي، دا بيولوژيكي وسلی داسې امراض په بار راوړي چې د خوګانو د مرض څخه څو واره خطرناكه د ی، او له بله پلوه بيولوژيكي وسلې داسې خصوصيات لري چې ساتنه اوحفاظت ېې ونه شي نه جبران كېدونكي عواقب لري.
داسې وېل كيږي چې امريكا ددې چانس نه په ګټه غواړي دا خطرناكه بيولوژيكي وسلې اېران او افغانستان ته د ګرجستان د دولت نه په استفاده چى د تروريسي بانډونو د مشرانوسره اړيكې لري انتقال كړي، د ګرجستان وسلوال عسكرچې د ناټو په تشكيل كې افغانستان ته استول كېږي پوره ثبوت ېې كېداې شي ، كه چېرته امريكا په دې پلان كې بريالې شي، او په اېران كې د دې وسلونښې نښانې په ګوتو ورشي كولاې شي په دی
بهانه چی ایران دخطرناکو (زهرلرونکو بیولوژیکی وسلو )چی دنړیوال کانواسیونو لخوا پری بندیز دی ازمایښت کوی پرایران نور نړیوال اقتصادی بندیزونه ولګوی.
بې پولي ژورناليستان د امريكا دې عمل ته د نړېوال تحقيقاتي كميسون پام راړوي او وایي چې په دې اړه دی د ګرجستان دا لابراتورونه د جدي كنترول او څېړنې لاندې ونيول شي .