استاد يار | يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه به زه يم هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو د پانوس لمبې به سوځي بې فرياده وزرونه تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د ميني وژني د باطل نمرود به اور وي او د حق چيغي او شور وي لا چښي به په خلوت کي غلي غلي شرابونه څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم بازاري ميني به پلوري اشاري دبورو سترګو له شهبازه به را اوري ((جهاني)) ستا غزلونه |